د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

بهر کې بند پاتې افغانان به اوونۍ کې ۲ ځله را انتقال شي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وایي چې د هغو افغانانو د انتقال لپاره به چې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې دي، په اوونۍ کې په اوسط ډول دوه پروازونه کوي.

د دې ادارې ویاند علي سینا پرون د مې په ۲۲مه، ازادي راډیو ته وویل چې د نورو هوايي شرکتونو له وړاندیز سره سم به دا پرېکړه کوي چې پروازونه څه وخت پيل او په یوه پرواز کې څومره مسافر ولېږدول شي.

علي سینا وویل: "موږ به مثلاً دې ته ګورو چې کام اېر په هند کې څومره مسافر لري، هغوی به موږ ته خپل وړاندیز راواستوي او موږ به د بهرنیو چارو له وزارت سره په ګډه کار کوو."

د سینا په وینا، تېره اوونۍ له ترکیې، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستانه تر ۱۶۰۰ زیات افغانان رالېږدول شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې تر ۹۰ زیات افغانان د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله په بهر کې بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG