د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

د مصنوعي تنفس له دستګاوو بار امریکايي الوتکه روسیې ته ورسېده


د مصنوعي تنفس له دستګاوو بار د امریکا یوه پوځي الوتکه چې پرون پنجشنبه مسکو ته ورسېده.
د مصنوعي تنفس له دستګاوو بار د امریکا یوه پوځي الوتکه چې پرون پنجشنبه مسکو ته ورسېده.

د مصنوعي تنفس له دستګاوو بار د امریکا یوه پوځي الوتکه پرون پنجشنبه مسکو ته ورسېده، څو له روسیې سره په دې هېواد کې د کرونا ویروس په وړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.

د امریکا سفارت د پنجشنبې په ورځ وویل، د مصنوعي تنفس دا ۵۰ دستګاوې، له روسیې سره د امریکا د څه باندې پنځه نیم میلیونه ډالرو "بشري مرستو" لومړۍ جوپه ده چې په ترڅ کې به‌یې روسیې ته د امریکا ساخت د مصنوعي تنفس ټولې ۲۰۰ دستګاوې ورکړل شي.

که څه هم د سړې جګړې راوروسته دا مهال د امریکا او روسیې اړیکې په خراب وضعیت کې دي، خو په مسکو کې د روسیې سفارت وايي، دواړه هېوادونه باید د پالېسیو پر سر اختلافات یوې خواته کړي او د خپلو خلکو پر اړتیاوو تمرکز وکړي.

د پنجشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وویل، د مصنوعي تنفس د دستګاوو بله جوپه به راتلونکې اوونۍ مسکو ته ورسېږي.

روسیه دا مهال په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر له پلوه دوهم هېواد دی چې ډیر خلک پرې په دې ویروس اخته دي. روسیه کې تېره میاشت په کرونا ویروس د نویو کسانو اخته کېدل زیات شول. دې هېواد کې دا مهال تر ۳۱۷ زیات کسان په کرونا اخته دي او د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه له ۳ زرو زیات کسان په دې ویروس مړه شوي دي.

د مصنوعي تنفس دستګاوې په روغتونونو کې د هغو ناروغانو د ساه اخیستلو لپاره کارول کېږي چې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله‌یې شدیدې تنفسې ستونزې پیدا کړې وي.

XS
SM
MD
LG