د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

اکسفام نړیواله خیریه مؤسسه په افغانستان کې خپل دفتر تړي


دې موسسې چې د ۱۹۶۱ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کاوه، اوس د کرونا ویروس او د بودجې د کموالي له کبله د افغانستان په ګډون په ۱۸ هېوادونو کې د خپلو دفترونو د تړلو پرېکړه کړې.

په دې کار سره به له افغانستان سربېره، په دې هېوادونو کې له ۱۴۵۰ تر ۵ زره کارکوونکي بې‌ دندې شي.

اکسفام نړیوالې خیریه مؤسسې پرېکړه کړې چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي.

که څه هم دې مؤسسې د خپل کارکوونکو د کمېدو پروسه په ۲۰۱۸ کال کې پیل کړه، خو دا ځل د افغانستان په ګډون په ۱۸ هېوادونو کې خپل دفترونه تړي.

افغانستان، تایلنډ، سریلانکا، پاکستان، تاجکستان، هایتي، دومینکن، کیوبا، پارګوای، مصر، تانیزانیا، سوډان، بورندوی، رواندا، سرالیون بنین، لیبریا او موریتاني هغه هېوادونه دي چې اکسفام په‌کې خپل چارې دروي.

اکسفام د دې کار علت کرونا ویروس او همدا ډول د بودجې کموالی ښودلی دی.

په دې ۱۸ هېوادونو کې د اکسفام د فعالیت درېدو له کبله به ۱۴۵۰ تر ۵۰۰۰ تنو بې‌دندې شي او تر خوا به‌یې د دې مؤسسې سره همکار ۷۰۰ تر ۱۹۰۰ سازمانونه اغېزمن شي.

د اکسفام سرپرست اجرائیه رئیس چیما ویرا وايي، هغه بدلون‌یې چې تازه اعلان کړی، په راتلونکي کې د دې بنسټ د ټول‌ګدونوالي او تر خوا یې د لا بد وضعیت د مخنیوي لپاره دی.

افغان ماشومانې چې د اکسفام له لوري ورته د ښوونې په برخه کې مرسته شوې.
افغان ماشومانې چې د اکسفام له لوري ورته د ښوونې په برخه کې مرسته شوې.

د دې مؤسسې اجرائیه ريیس زیاتوي، اوس پر دې تمرکز کوي چې په راتلونکي کې هغه سازمانونه چې له دوی سره‌یې کار کاوه، څه ډول له نورو لارو مالي سرچینې پیدا او خپل کار ته دوام ورکړي.

موږ هڅه وکړه چې په افغانستان کې د دې مؤسسې د کارکوونکو کره شمېره پیدا کړو، مګر بریالي نه‌شوو.

خو د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت بیا د دې ډول مؤسسو د فعالیت درېدو اندېښمن کړی دی.

د دې وزارت د کار معین عبدالکریم هاشمي ازادي راډیو ته وویل، د کرونا ویروس د خپرېدو او شدت له کبله د بهرنیو مؤسسو سربېره په کور دننه ۸۰ سلنه کوچنیو شرکتونو خپل فعالیت درولی دی.

ښاغلی هاشمي زیاتوي: "هغه کسانو چې په وړو شرکتونو او متوسطو شرکتونو کې کار کاوه، خپلې دندې یې له لاسه ورکړي. دا یو بشري ناورین دی. موږ ورته ډېر اندېښمن یوو، د افغانستان حکومت ورته اندېښمن دی، دا وضعیت ډېر وحشتناک دی."

اکسفام
اکسفام

اکسفام د انګلستان هېواد خیریه مؤسسه ده چې په افغانستان کې یې له ۱۹۶۱ کال راهیسې خپل فعالیت پیل کړی دی او له ښوونې او روزنې سربېره‌یې په پراختیايي او کوچنیو پرمختیايي پروژو پر مخ بېولو کې ونډه اخیستې.

دا مؤسسه وايي، د اوس لپاره په هغو ۴۸ هېوادونو کې خپل فعالیت جاري ساتي چې ورته ستراتېژیک اهمیت لري او تر خوا یې د مالي سرچینو په توګه ترې ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG