د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۶

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به پر امنیتي وضعیت څه تأثیر وکړي؟


امریکايي ځواکونه
امریکايي ځواکونه

ځیني پخواني پوځي چارواکي وايي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به د افغانستان پر امنیتي وضعیت ډېر تأثیر ونه‌کړي.

خو دوی ټینګار کوي چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره نړیوالې مالي مرستې مهمې دي.

د کورنیو چارو وزارت یو پخوانی جنرال، میر افغان حصار ستانکزی په دې باور دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ناڅاپي وتل به د افغانستان پر امنیتي وضعیت اغېز وکړي.

ښاغلي ستانکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له واشنګټن څخه غوښتنه وکړه چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې د خپلو پوځیانو د شمېر کمولو پر موضوع بیا کتنه وکړي.

هغه زیاته کړه: "هم د وسله‌والو ځواکونو پر مورال سخت تأثیر لري، هم زموږ پر اقتصاد او هم ولس د امریکایانو پر تعهد بې‌باوره کېږي. امریکایان له موږ سره تړون لري او ولس تر اوسه د امریکا له مرستو ډېر راضي دی. هیله ده امریکا پر دغو موضوعاتو بیا کتنه وکړي."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هافمن
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هافمن

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جناتن هافمن ویلي په افغانستان کې به ۸۶۰۰ ته د امريکايي پوځیانو د شمېر کمول له مهال‌وېش سره سم عملي کېږي.

دغه حد ته به د امریکايي پوځیانو شمېر د جولای تر ۱۵مې راوستل شي او د هغې موافقې له مخې چې امریکا او طالبانو لاسلیک کړې د ۲۰۲۱م کال تر دوهمې ربعې پورې به ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ونه‌ویل چې دا مهال په افغانستان کې د ډېره امریکايي پوځیانو شمېر څو ته رسېږي.

د ډیفینسون خپرونې په باور دا پوځیان په داسې حال کې کمېږي چې په افغانستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوي او ولسمشر محمد اشرف غني له دفاعي حالت څخه فعال تعرضي حالت ته د افغان قواوو د ستنولو امر کړی دی.

بل پخوانی جنرال دولت وزیري وايي، د افغانستان وسله‌وال ځواکونه د هېواد د دفاع پوره وړتیا لري، خو که تجهیز او تمویل شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

ده وویل: "که چېرې امریکایان په سیاسي او اقتصادي برخه کې مرسته وکړي او د افغانستان وسله وال ځواکونه تمويل، تجهیز او اکمال کړي، وتل يې تاثیر نه لري. که چیرې د دوی زر تنه هم په هېواد کې وي دا په دې معنی ده چې له افغانستانه ملاتړ کوي. د وسله والو ځواکونو تجهیز او تقویه په ځانګړې توګه د هوايي، انجینرۍ، توپچي او کشف و استخبارات ډیر اړین دي. د دې تر څنګ په هيواد د یولاس، مسئوول او نسبتا قوي حکومت رول هم زیات دی. تر ټولو مهم د مخالفینو په ګټه د تبلیغاتو درول او د وسله وال پوځ او حکومت په ګټه د تبلیغاتو تقویه کول دي. په وسله وال پوځ کې د باتجربه افسرانو ټاکل هم رول لري. تر څنګ د سولې له پاره د سمو هڅو کول."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت په انګړ کې وویل، د سولې په هېڅ یوه پروسه کې به د افغان قواوو پر سرنوشت معامله ونه‌شي.

بل‌خوا د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د سې شنبې په ورځ په کندز کې وویل، د افغانستان امنیتي ځواکونه د هر ګواښ په وړاندې د مبارزې توان لري او دا یې پخوا هم ثابته کړې ده.

خو د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا لا هم د ځینو متخصصانو له‌خوا شک ښوول کېږي، په ځانګړي ډول کله چې د دوی نړیوال ملاتړ کم وي.

جنرال دولت وزیري د هوايي ځواک پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

هغه وویل: "هوايي ځواکونه دلته کمزوري دي، که د هوايي ځواک په برخه کې ورسره مرسته وکړي او تقویه‌یې کړي، بیا دوی کولای شي چې خپل عملیات ترسره کړي. د امریکا متحده ایالاتو نظامي، سیاسي او مالي مرستو ته اړتیا ده، که چېرې دوی په افغانستان کې ۵،۰۰۰ عسکر هم ولري، معنی یې دا ده چې دوی د افغانستان ملاتړ کوي."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

په امریکا کې دننه د افغانستان د جګړې په اړه چې نږدې دوې لسیزې یې کېږي، نارضایتي زیاته ده او ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په وار وار ویلي چې غواړي خپل پوځیان له دغه هېواده وباسي.

ځینو پخوانيو امریکايي چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د ترورېزم ضد عملیاتو لپاره د محدود شمېر امریکايي پوځیانو حضور ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG