د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۹

روغتیا سازمان کرونا ویروس ته د نړۍ په کچه د هېوادونو غبرګون ارزوي


د کرونا ویروس ټسټ ټیوب
د کرونا ویروس ټسټ ټیوب

د روغتیا نړیوال سازمان کرونا ویروس ته د نړیوال غبرګون پر بې‌پرې او خپلواکې ارزونې توافق کړی دی. په دې کې به د ملګرو ملتونو د دغې ادارې ارزونه هم شامله وي.

دا لایحه د سې شنبې په ورځ د مې په ۱۹مه نېټه تأیيد شوه او له مخې يې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دا ارزونه پیل کړي.

له دې سره به کرونا ویروس ته پر نړیواله کچه د روغتیا نړیوالې ادارې غبرګون او تجربې وڅېړل شي.

دا لایحه اروپايي ټولنې د ۱۰۰ هېوادونو په استازیتوب وړاندې کړې او له روغتیا نړیوالې ادارې غواړي چې د ویروس سرچینه وپلټي، انسانانو ته‌یې د انتقالېدو لامل وڅېړي او همداراز دې په نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد واکسینو او درملو ته پر وخت د لاسرسي ډاډ ترلاسه کړي.

امریکا د ملګرو ملتونو د روغتیا پر نړیواله اداره سخت انتقادونه کړي چې ګواکې د کرونا ویروس پر وړاندې يې کافي اقدامات نه‌دي کړي.

په ټوله نړۍ کې ۴.۶ میلیونه انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او په دې ویروس اخته درې لکه او ۱۰ زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG