د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

یوناما: طالبان په تېر اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسئول دي


خوست کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې انځور-12.5.2020
خوست کې د بمي چاودنې وروسته د سیمې انځور-12.5.2020

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتېدل دا جوتوي، چې ښکېل اړخونه د جګړې بندولو او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیل ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما طالبان په اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسئول بللي چې د تېر کال د دې میاشتې پرتله په سلو کې ۲۵ زیات شوي دي.

دغې ادارې نن سې شنبه په یوه بیان کې وویل، په همدې میاشت کې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکي وګړو تلفات راجع شوي دي چې د تېر کال د همدې میاشتې پرتله په سلو کې ۳۸ زیاتوالی ښيي.

په افغانستان کې ملکي تلفات له کلونو راهیسې هغه لانجمنه موضوع ده، چې د جګړې ښکېل لوري یې ملامتي پر یوه او بل ور اچوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله فرهنګ ازادۍ راډیو ته وویل، ملکيان او بېدفاع کسان له کلونو راهیسې د جګړې درنه بیه پرې کوي.

هغه زیاته کړه: "د هغو ارزونو له مخې چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ترسره کړي، ښیي چې د افغانستان د جګړې اصلي قربانیان او زیانګالي پوځي کسان نه دي، بلکې ملکي کسان او هغه وګړي وو چې په جګړه کې یې هېڅ ډول رول نه درلود."

د یوناما بیان د ملکي وګړو د خوندیتوب نړیوال قانون ته نه پاملرنه د ملکي تلفاتو د زیاتېدو علت بللی او وايي چې یوناما له دې کبله ډېره اندېښنه لري.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي دغه ډله د یوناما راپور ردوي او دا د افغان حکومت تبلیغات ګڼي.

د یوناما په بیان کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړې استازې ډیبرا لاینز له قوله راغلي چې نوموړې وايي: "زه د جګړې د بندیدو غوښتنه کوم او له ښکېلو خواوو غواړم چې بشردوستانه قوانینو ته درناوی وکړي."

میرمن لاینز ویلي، ښکېلې ډلې څومره ژر چې امکان لري باید د سولې خبرې پیل کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز
افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبرا لاینز

د یوناما مشره دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کوي، چې د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د قطر او افغانستان په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه بیان کې وویل، چې خلیلزاد به په قطر کې د طالبانو له استازو او په افغانستان کې له حکومتي مشرانو سره د بین الافغاني خبرو د پیل پر لارو چارو بحث وکړي.

که څه هم طالبانو له امریکا سره په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه موافقه لاسلیک کړې او په هغه کې یې د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې ده، خو په افغانستان کې حملې روانې دي، چې حکومت یې د طالبانو کار بولي.

د تېرې سې شنبې په ورځ تر یو لړ خونړیو حملو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه فعال یرغلیز یا تعرضي حالت ته ستانه کړل.

د یوناما په بیان کې په روانه مې میاشت کې د هغو پېښو فهرست هم راغلی دی چې یوناما مستندې کړي او په هغو کې د کابل پر یوه زېږنتون برید چې مسوولیت یې تراوسه چا نه دی منلی، په خوست ولایت کې د طالبانو له خوا د ۱۵ روغتیاپالو تښتول، روغتیایي مرکزونو ته ګواښ او د افغان ځواکونو له خوا له روغتیايي کارکوونکو څخه د طبي وسایلو د اخیستو یادونه شوې ده.

یوناما وايي دا بریدونه پر هغو اشخاصو، ځایونو او اکمالاتو چې د روغتيايي څارنې لپاره مهم ګڼل کېږي، جدي او پراخ عواقب لري، په ځانګړي ډول د کوویډـ۱۹ ناروغۍ د بحران پر مهال.

XS
SM
MD
LG