د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

امریکايي چارواکي: د کرونا ویروس خپرېدو زمونږ اقتصاد يو ګام راغورځولى


پاول وویل، ددې ډېر چانس شته چې د کال په وروستیو کې لویدلی اقتصاد بېرته ورغېږي خو زیاته یې کړه، دا به وخت واخلی چې بېرته پیاوړی اقتصاد رامنځته شي.
پاول وویل، ددې ډېر چانس شته چې د کال په وروستیو کې لویدلی اقتصاد بېرته ورغېږي خو زیاته یې کړه، دا به وخت واخلی چې بېرته پیاوړی اقتصاد رامنځته شي.

د امریکا د متحدو ایالتونو اقتصاد د روان میلادي کال په دویمه ربعه کې له یو ګام رالوېدو سره مخ دی، خو د ۱۹۳۰ميلادي کال د ستر ډیپریشن په څېر به نه وي چې ډېر کلونه یې دوام وکړ.

دا خبره د امریکا د فیډرالي زېرمو د دادارې رئیس جیرومي پاول کړې.

بل خوا په اروپا کې دوو مشرانو خپلو وګړو ته ویلي، نړۍ اړتیا لري چې د واکسینو جوړېدو له انتظار پرته د کرونا ویروس سره یو ځای ژوند کولو سره عادي شي.

د امریکا د فیډرالي زېرمو د ادارې رئیس جیرومي پاول له سي بي ایس ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، د کال په دې ربعه کې د کرونا وبا په اسانۍ سره د امریکا اقتصاد چې د نړۍ ستر اقتصاد دی، په سلو کې له شلو تر دېرشو راغورځولی شي.

پاول وویل، ددې ډېر چانس شته چې د کال په وروستیو کې لویدلی اقتصاد بېرته ورغېږي خو زیاته یې کړه، دا به وخت واخلی چې بېرته پیاوړی اقتصاد رامنځته شي.

د امریکا د فیډرالي زېرمو د رئیس په وینا: "د اقتصاد د بشپړ رغښت لپاره، خلک باید باوري واوسي، او باید د کرونا پر ضد د واکسینو رسېدو ته انتظار وکړي."

د امریکا متحده ایالات په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله په مړینو کې مخکې ده.

په دې هېواد کې تر دې مهال څه کم ۹۰ زره کسان د کرونا په ویروس مړه شوي او نژدې یو نیم میلون نور پرې اخته شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د دې هېواد د نومبر د میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو کې د بیا ټاکنو هڅه کوي، غواړي چې کاروبارونه بېرته پرانیستل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

خو د هغه منتقدان وايي، ولسمشر په دې کار د کرونا په وړاندې د امریکا غبرګون د بحران سره مخ کوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې ګڼ ایالتونه په تدریجي توګه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لګول شوي محدودیتونه کموي.

په دې هېواد کې د نویو بې روزګاره شوي کسانو شمېر هم شا او خوا 36 میلونونو ته رسېدلی دی.

ګڼ اروپايي هېوادونه هم دغلته د کرونا ویروس له کبله د ۱۶۱۴۲۰ مړینو له ګاللو وروسته په تدریجي توګه کاروبارونه او خپلو کې سرحدونه پرانېزي.

په وروستیو اوونیو کې په اروپا کې په کرونا ویروس د نویو کسانو د اخته کېدو، بسترېدو او مړینو شمېر په ډراماتیکه توګه راکم شوی دی.

هسپانیا چې د کرونا ویروس سره تړلې تر اوه ویشت زره پنځه سوو زیاتې مړینې یې ثبت کړي، په دوو میاشتو کې یې د لومړي ځل لپاره په یوه ورځ د تر ټولو کمو (د سلو کسانو )د مړینې خبر ورکړې.

ایټالیا چې په کرونا ویروس یې د یو دیرش زرو اوه سوه پنځوسو څخه زیاتې مړینې ثبت کړې، له اونیو قرنطین وروسته په کې د دې ویروس له کبله د مړینو شمېر راکم شوی او د ورځې ۱۵۳ کسانو ته رسېدلی دی.

بریتانیا او ایټالیا چې په اروپا کې کرونا ویروس تر ټولو زیات ځپلى، مشرانو یې خپلو وګړو ته ویلي چې دوی باید له کرونا ویروس سره ژوند وکړي او خطر ومني.

د ایټالیا صدراعظم جوزیپه کانټې خپلو خلکو ته ویلي: "موږ له دې خطر سره مخامخ کېږو او اړتیا لرو چې قبول یې کړو، کنه هېڅکله به بېرته د عادي ژوند د پیل وړتیا ونه مومو."

ایټالیا سر له نن ورځې(مې ۱۸) څخه پلورنځایونه، ریسټورانټونه، بارونه او موزیمونه پرانېزي.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم د کانټې وړاندیز غبرګ کړی دی.

جانسن د یکشنیې په ورځ مېل ورځپاڼې کې لیکلي: "زه وایم موږ به هر څه وکړو چې واکسین ومومو."

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن

د بریتانیا صدراعظم چې خپله هم په اپرېل میاشت کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله روغتون کې بستر شوی و، زیاتوي: "د مخکې تګ لپاره ډېره اوږده لاره پاتې ده، او زه یې باید ډانګ پیېلې ووایم چې ښایي واکسین ثمر ته ونه رسېږي."

په نړۍ کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس له کبله درې سوه او دولس زرو څخه زیاتې مړینې ثبت شوې او تر اوسه تر څلور نیم میلیونو زیات کسان په دې ویروس اخته ګڼل شوي دي.

خو باور دی چې ښايي له دې رسمي شمېرو ريښتیني شمېر ډېرې لوړې و اوسي.

هندوستان چې د نړۍ د یو اعشاریه درې میلیارده وګړو کور دی، وروسته له هغې دغلته د کرونا له کبله محدودیتونه د مې میاشتې تر پای وغځول چې په یوه ورځ په کې د کرونا ویروس تر ټولو زیاتې ۴۹۸۷ پېښې ثبت شوې.

له دې سره په هند کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۹۲۷ ته ورسېد چې تر اوسه ۲۸۷۲ په کې مړه شوي دي.

برازیل چې ولسمشر یې کویډ ۱۹ویروس "معمولي والګی" بللی و، په نړۍ کې د کرونا له کبله د تر ټولو زیاتو ځپل شویو هېوادونو ډله کې راغی.

دغلته په کرونا ویروس تر اوسه ۲۴۱۰۸۰ کسانو اخته شوي او تر ۱۶زرو زیات پرې مړه شوي دي خو ولسمشر یې پر دې سربېره د کاروبارونو له بیا پرانیستلو سره مخکې ځي چې په کور دننه یې نيوکې راپورته کړي.

مکسیکو هم په دې هېواد کې تر اوسه په کرونا ویروس د اخته کېدو ۴۷۱۴۴ پېښې ثبت کړي او تر اوسه دغلته تر ۵ زرو زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي دي.

چین چیرې چې د ۲۰۱۹ ميلادي کال په پای کې د کویډ۱۹ ویروس د لومړي ځل لپاره پیدا شو، یوازې د ګوتو په شمېر نوې پېښې ثبت کړي.

دغلته د یوې میاشتې څخه زیاته موده وشوه چې په کرونا ویروس د چا د مړینې خبر نه دی ورکړل شوی.

په چین کې د کرونا ویروس د خپرېدو کې د دې کمي سره دې هېواد ښوونځي پیل کړي او کاروباورونه او صنعت یې بېرته پرانیستی دی.

البته دا پوښتنه شته چې ایا د چین د حکومت چارواکي د کرونا ویروس په اړه ريښتیني شمېرې خپروي او کنه؟

دغلته د رسمي شمېرو له مخې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۸۲۹۵۴ تنه ښودلې شوی چې د چینايي چارواکو په وینا ۴۶۳۴ کسان ترې مړه شوې دي.

XS
SM
MD
LG