د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د افغانانو د ډوبېډو پېښې پلټونکي پلاوي لومړنۍ موندنې اعلان کړې


له ولسمشر غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره هرات کې د پلټونکي پلاوي وېډیويي غونډه.
له ولسمشر غني او نورو لوړپوړو چارواکو سره هرات کې د پلټونکي پلاوي وېډیويي غونډه.

ایران کې له افغان کارګرو سره د شوي زورزیاتي څېړنې ته ټاکل شوي پلاوي خپلې لومړنۍ موندنې اعلان کړې.

دغه پلاوی وایي، د پېښې اړوند ټول اسناد، شواهد، وېډیوګانې او انځورونه له تخنیکي، مسلکي او حقوقي پلوه ارزول شوي او ایراني چارواکو سره شریک شوي دي.

پلاوي پرون شنبه له افغان ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خپلې لومړنۍ موندنې شریکې کړې.

پلټونکي پلاوي موندلې چې د افغانستان او ایران ګډې پولې ته نږدې د زورزیاتي وروستۍ پېښه کې ۱۲ افغان کارګر وژل شوي او ۱۷یې لادرکه دي.

په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې د پلاوي د مشر محمد حمید طهماسي په حواله راغلي، دې پېښه کې د شاملو ۴۶ کارګرو له ډلې ۱۲ تنه وژل شوي، ۱۷ ورک او ۱۷ تنه نور ژغورل شوي دي.

د دوو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په هریرود سیند کې ډوب کړل شوي.
د دوو افغانانو مړي چې ادعا کېږي د ایراني پوله‌ساتو له‌خوا په هریرود سیند کې ډوب کړل شوي.

د پېښې قربانیان ټول د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي بلل شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې پلاوی لا هم په خپلو پلټنو بوخت دی او له ایراني چاراکو سره‌یې په دې اړه لیده‌کاته هم دوام لري.

د پلاوي مشر ښاغلي طهماسي ویلي، هر کله‌یې چې موندنې بشپړې کړې، بشپړ راپور به‌یې د ملي امنیت شورا له لارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پلاوي د لومړني راپور له اورېدو وروسته ویلي، حکومت به‌یې ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي او قانوني کړي او هیله‌یې ښودلې چې داسې پېښې به بیا نه‌تکرارېږي.

د پلټونکي پلاوي او ارګ ترمنځ جوړه شوې وېډیویي غونډه کې د قربانیانو د کورنیو استازو هم برخه درلوده.

د ارګ په خبرپاڼه کې د قربانیانو د کورنیو په حواله راغلي چې پېښه باید په بنسټیز ډول وڅېړل شي او عاملینو سره‌یې په نړیواله محکمه کې حساب کتاب وشي.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ایران کې اوبو ته د هغو افغان کارګرو د اچولو راپورونه خپاره شول چې په قاچاقي ډول دغه هېواد ته اوښتي وو.

مدني فعالانو کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون کړی
مدني فعالانو کابل کې د ایران سفارت مخې ته لاریون کړی

کله چې پېښه کې د وژل شویو کسانو جسدونه هرات ته ورسېدل او د ازادي راډیو په ګډون نورو رسنیو د قربانیانو له کورنیو سره خبرې وکړې، نو د پېښې په اړه د حکومت دریځ تند شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا زورزیاتی 'وحشیانه' عمل وباله او د پېښې د هر اړخیزې څېړنې ډاډ یې ورکړ.

ارګ د قربانیانو له کورنیو سره د مالي مرستو او د ځمکو د وېش ژمنه هم وکړه چې د هرات د چارواکو په وینا، د ځمکو قبالې یې کورنیو ته سپارلې دي.

XS
SM
MD
LG