د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پروګرام ته دوام ورکړی


د امریکا متحد ایالات اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره عسکر لري.
د امریکا متحد ایالات اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره عسکر لري.

د امریکا لوړرتبه پوځي چارواکي وايي چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د وتلو پروګرام یې لکه څرنګه چې ټاکل شوې وه، ساتلی دی.

د امریکا متحد ایالات اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۲ زره عسکر لري.

امریکا د فبرورۍ په ۲۹مه له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه.

په دې موافقه کې له طالبانو سره د شرایطو له مخې منل شوې چې امریکايي عسکر به په تدریجي ډول کموي.

له افغانستانه د ټولو عسکرو د وتلو لپاره ۱۴ میاشتې وخت ټاکل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جانتن هوفمن د مې په ۱۵مه، ویلي چې له هغه مهالوېش سره سم کار کوي چې له طالبانو سره موافقه ورباندې شوې ده.

دا په دې معنی ده چې د امریکا متحد ایالات به سره له دې چې په کابل کې سیاستوال د یوه حکومت د جوړولو لپاره چې ټولې خواوې ګډون په کې ولري په بحثونو کې پایلې ته نه دی رسېدلي، د طالبانو له لوري جګړه روانه ده او د داعش وسله وال په مکرر ډول د خونړیو حملو مسئولیت اخلي، د دې کال تر دوبی زیات شمېر عسکر له افغانستانه باسي.

د امریکا حکومت ویلي چې دجولاي د میاشتې تر ۱۵مې به د افغانستان دننه د خپلو عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را کم کړي او پینځه لویې پوځي اډې به بندې کړي.

تر راتلونکي پسرلي به ټول امریکايي او نور بهرني عسکر له افغانستانه وځي.

له دې سره به لکه څرنګه چې ټاکل شوې، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پاي ته ورسېږي.

خو دې مسئلې حتی د امریکا په کانګرس کې یو شمېر استازی اندېښمن کړي چې په افغانستان کې لا هم د سولې لپاره خبرې نه دی پیل شوي او د عسکرو دوتلو بهیر روان دی.

د بېلګې په ډول، په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند استازې لیز چیني چې د کانګرس د وسله والو خدماتو د کمېټې غړې هم ده ویلي دي چې امریکا باید په افغانستان کې پوځي او استخباراتي حضور ولري څو د القاعده او داعش په څېر تروریستی ډلې او د هغوي افغان همکاران یو وار بیا هلته داسې خوندي ځایونه جوړ نه کړي چې بیا پر امریکا حملې وکړي.

لېز چېني اسوشیتدپرس ته ویلي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو وتل به جګړه ختمه نه کړي، بلکه تروریستانو ته به بری ور په برخه کړي.

په واشنګټن کې یو شمېر سیاسي څېړونکي هم ورته اندېښنې څرګندوي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د لومړۍ دورې په انتخاباتي کمپاینونو کې له خلکو سره ژمنه کړې وه چې امریکايي عسکر به ستانه کړي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

کله چې امریکا له طالبانو سره د سولې موافقه وکړه، امریکايي چارواکو وویل چې د افغانستان د سولې پر لور یو ستر ګام اخیستل شوی دی.

خو ځيني سیاسي څېړونکي موافقې ته له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتلو د لارې په توګه ګوري.

په واشنګټن کې سیاسي څېړونکي، بل روجیو تېره اونۍ ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د امریکا او طالبانو موافقه په افغانستان کې له سولې لپاره هېڅ مرسته نه شي کولای.

سره له دې چې طالبانو له امریکا سره د سولې په موافقه کې ژمنه کړې چې له القاعده او نورو نړیوالو تروریستي شبکو سره به ارتباط پرې کوي خو په واشنګټن کې له ډیموکراسیو د دفاع د نړیوال مرکز دې څيړونکي وویل چې طالبان به تر هغو له جګړې لاس وانخلي چې اسلامی امارت یې بیا جوړ کړی نه وي.

بل روجیو وايي: "دا موافقه د سولې موافقه نه وه، هلته هېڅ نه دی ویل شوي چې طالبان به د افغانستان له حکومت سره یوځاي کېږي، بلکه دومره په کې راغلي چې له افغان حکومت سره به یوډول مذاکرې کوي."

د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس، داسې ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه به د سولې لپاره د افغانانو (حکومت او طالبانو) خبرې پیل شي خو د خبرو درک لا نه دی معلوم.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحث روان دی.

خلیلزاد د جمعې په ورځ وویل چې دا به ډېره ښه وي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په داسې وخت کې پيل شي چې لا زیات شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي. خو کومه ځانګړې نېټه یې نه ده یاده کړې.

په موافقه کې دا هم ویل شوي و چې طالبان به تاوتریخوالی کموي.

سره له دې چې طالبانو منلې وه چې تاوتریخوالی به کموي خو لا هم بریدونه او خونړۍ چاودنې دوام لري.

د افغانستان د سولې لپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره په موافقه کې په دې اړه چې طالبان به د حکومت پر ځواکونو حملې بندوي ځانګړې خبره نه ده شوې.

خو وسله والو طالبانو په ګردیز کې د وروستۍ حملې مسئولیت واخیست چې د ګردیز د ملکي روغتون د ډاکترانو په وینا زیات شمېر ملکيان په کې وژل شوی او زخمیان شوي وو.

په کابل کې د پوهنتون استاد نجیب ازاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې سره له دې چې دامریکا اوطالبانو د موافقې لویه برخه د هغوي په ګټه ده، خو طالبانو یې حتی هغه وړه برخه ې چې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه ده، نه ده عملې کړي.

نجیب ازاد له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل: "دلته که جګړه شدت مومي، امریکا باید پر یوه مشروع حکومت د فشار پر ځای پر طالبانو ټینګار وکړي، سره له دې چې د توافق ټولې مادې د امریکایانو او طالبانو په ګټه دي خو طالبانو د موافقې دا برخه چې باید تاوتریخوالی کم شي ماته کړې او امریکايانو ته په کار ده چې فشار ورباندې راولي."

د امریکا او طالبانو د سولې په موافقه کې چې په دوحه کې لاسلیک شوه، د افغانستان حکومت نه و شامل شوی.

نو ایا دا موافقه د جدي مذاکرو نتېجه وه که له افغانستانه د وتلو لپاره د مناسبې پلمې برابرول وو؟

په دې اړه په امریکا کې د کلمبیا پوهنتون د نړیوالو او عامه اړیکو استاد سټیفن بایدل واشنګټن پوست ته ویلي چې ګومان کوی چې د سوال دوهمه برخه سمه وي.

سټفن بایډل په افغانستان کې له امریکايي قوماندانانو سره د سلاکار په توګه کار کړی دی.

هغه ویلي: "موږ تقریباً د هېڅ په بدل کې ټول امتیازات ورکړل."

XS
SM
MD
LG