د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

په غزني ولايت کې سږ کال بيا ښه پرېمانه بنګ کرل شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې غزني ولایت
د افغانستان په عمومي نقشه کې غزني ولایت

دا څلورم پرله‌پسې کال دی چې یو ځل بیا په غزني ولايت کې ښه پرېمانه بنګ کرل شوي دي.

د غزني ولايت اوسېدونکي وايي چې د افغانستان له نورو ولایتونو څخه غزني ولایت ته د نشه‌يي موادو کاروباريان ورځي او هلته بنګ کري، ګټې دوی خوري، خو زیان‌یې د غزني خلکو ته رسېږي.

دوی وايي چې غزني ته په تېره بیا خوست او پکتیا ولایتونو څخه خلک راځي، د ځايي خلکو ځمکې په اجاره نیسي او بيا بنګ په‌کې کري.

دوی وايي که مخه‌يې ونه‌نيول شي، نو په دغه ولایت کې به د نورو نشه‌یي موادو کښت ته هم زمینه برابره شي.

د غزني ولايت اوسېدونکي وايي چې د چرسو د کښت له امله تېر کال خلک د غنمو له کمښت سره مخ وو.

د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکی رحمت‌الله په دې اړه وايي: "د کال پیل دی، د نورو ولایتونو خلک راځي او ځایي خلک دې ته اړ باسي چې ځمکې په اجاره ځینې واخلي او بنګ په‌کې وکري، په‌کار ده چې دولت د دې کار مخه ونیسي، که‌یې مخه ونه‌نیسي، دا به د نورو نشه‌يي بوټو کښت ته لاره هواره کړي او وروسته به خلک د دغه نشه‌یي بوټو نشه کوي، د همدې ټولنې ځوانان او ماشومان به ورباندې اخته شي."

د غزني د جغتو ولسوالۍ دین محمد بیا وايي چې له نورو ولایتونو څخه خلک راځي او د غزني په ځینو ولسوالیو کې بنګ کري، ګټه‌یې دوی خوري، خو تاوان‌يې دوی ته رسېږي.

دین محمد زیاتوي: "رښتيا هم چې دا يوه لويه ستونزه ده. هغه خلک چې دلته بنګ کري اولادونه‌يې دلته نه‌اوسېږي چې په دې نشه‌يي بوټو باندې اخته شي، دا بدمرغي د غزني خلکو ته پاته کېږي او په راتلونکي وخت کې به د غزني خلک له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي."

دا په داسې حال کې ده چې د غزني په ډېری ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې د بنګو کښت له تېرو څلورو کلونو راهیسې کال په کال پسې ډېرېږي، خو د غزني د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې امر حمید بختیار وايي، دوی سږ کال لري چې په دې ولایت کې د بنګو د کښت مخه ونيسي."

ښاغلی بختیار وايي: "تاسې خبر ياست چې د غزني په مقر، قره‌باغ، ناوه، اجرستان، ده‌یک، اندړو، ګیرو، خواجه عمري او ځینو نورو ولسوالیو کې چرس او بنګ کرل کېږي، خو سږ کال په پلان کې لرو چې د امنیتي ارګانونو په مرسته‌یې مخه ونيسو."

خو نوموړی د دې پوښتنې په ځواب کې چې په تېرو کلونو کې ولې د بنګو کښت ته اجازه ورکول کېده وویل چې اوس دولت ځينې سمیې تر خپل واک لاندې راوستې دي.

دا چې ډېری بنګ د وسله‌والو طالبانو تر واک لاندې سيمو کې کرل کېږي، په دې اړه سیمه‌ییز دولتي چارواکي وايي چې طالبان له دې لارې ډېرې پیسې ترلاسه کوي.

سيمه‌ييز دولتي چارواکي دا هم وايي چې دغه بزګران طالبانو ته د یوه جریب ځمکې په بدل کې اته زره افغانۍ مالیه ورکوي او په زرګونه جریبه ځمکو کې يې بنګ کرلي دي، خو د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې د دوی له لوري په ټول هېواد کې د بنګو کښت منع اعلان شوی دی.

د دغه راپور د غږیزې بڼې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG