د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

ملګرو ملتونو کې د کرونا ویروس د پرېکړه لیک پر وړاندې خنډ څه دی؟


د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو انځور- ارشیف
د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو انځور- ارشیف

د روغتیا نړیوال سازمان د یادونې په اړه مخالفت، د کرونا ویروس په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک د تصویب په وړاندې لوی خنډ بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا له تېرو څو اوونیو راهیسې هڅه کوي چې د دغه پرېکړه لیک طرحه جوړه کړي خو د امریکا او چین مخالفتونو یې مخه نیولې ده.

د پرېکړه لیک په متن کې اختلاف په یوه ټکي دی، امریکا نه غواړي چې دې سند کې دې د (ډبلیو.ایچ او) یا د روغتیا نړیوال سازمان یادونه وشي خو چین بیا برعکس غوښتنه لري.

یوه چینایي ډيپلومات پرون د مې په نهمه وویل، امریکا که څه هم خپل نظر بدل کړی خو رویټرز اژانس سره په خبرو کې امریکایي ډیپلومات دا ادعا رد کړې ده.

په دغه پرېکړه لیک کې د کرونا وبا پر مهال د افغانستان په ګډون ټولو جګړه ځپلو هېوادونو کې د بشري اوربند غوښتنه کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د مارچ په ۲۳ مه د جګړې په ټولو ښکېلو خواوو د اوربند غږ وکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش

اوس د دغه سازمان د امنیت شورا ۱۵ غړي غواړي چې د یوه پرېکړه لیک په چوکاټ کې د اوربند د غوښتنې او له کرونا سره د مبارزې په هدف د روغتیایي بنسټونو ملاتړ وکړي.

تېره اوونۍ که څه هم داسې نښې نښانې څرګندې شوې چې ګواکې چین او امریکا د پرېکړه لیک پر متن سلا شوي خو ښکاري چې مخالفت لا هم شته او له همدې کبله متن نه دی بشپړ شوی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس په خپرېدو کې چین ملامت بولي او ښاغلي ټرمپ ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان هم د چین په ناسمو معلوماتو اتکا کړې ده.

ډونالډ ټرمپ پر دې سازمان د امریکا مرسته هم بنده کړه او وې ویل چې د کرونا د خپرېدو د نه مخنیوي حساب باید ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ډيپلوماتانو دوه ورځې وړاندې د پرېکړه لیک په متن کې د ډبلیو. ایچ.او پر ځای د ځانګړو روغتیایي ادارو وړاندیز وکړ، خو امریکا دا وړاندیز هم ونه مانه.

یوه امریکایي ډيپلومات ویلي، د ځانګړو روغتیایي ادارو یادونه هم په یوه ډول د روغتیا نړیوال سازمان ته راجع کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالتونه د دې کار لپاره هڅه کوي، خو په خبره یې چین دې جوړجاړي ته خنډونه رامنځته کوي.

رویټرز خبري اژانس د دغه وزارت د یوه ویاند په حواله لیکلي، ملګري ملتونه دوه لارې لري چې دا پرېکړه لیک تصویب کړي.

لومړی دا چې دا پرېکړه لیک یوازې د اوربند د غوښتنې په ملاتړ محدود کړي او دوهم هم دا چې له هېوادونو وغواړي چې د کروناویروس د خپرېدو په اړه حساب ورکونې ته حاضر شي.

د ملګرو ملتونو د دغه پرېکړه لیک تصویب د امنیت شورا د پنځلسو غړو له ډلې د نهو هغو تائيد ته اړتیا لري.

خو امریکا، چین، روسیه، بریتانیا او فرانسه هر یو کولی شي چې دغه پرېکړه لیک ویټو یا رد کړي.

XS
SM
MD
LG