د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د روسیې یوه روغتون کې چې د کرونا ناروغان بستر و اور لګېدلی


د روسیې بیرغ
د روسیې بیرغ

په روسیه کې یوه روغتون کې چې د کرونا ناروغان بستر و اور لګېدلی او کم تر کمه یو تن‌یې وژلی دی.

ټاس او ریانووستي اژانسونو راپور ورکړی چې دغه اور تېر ماښام ۸:۳۰ بجې د روسیې شمال لوېدیځ ته په سپسکوکوتسکي روغتون کې ولګېد.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت ویلي، ناروغان له دې روغتونه تخلیه شوي او اور هم مړ شوی دی.

د دغه روغتون یوه برخه د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوې وه، دا په روسیه کې د ګوتو شمار هغو روغتونونو له ډلې دی چې د کرونا د ناروغانو درملنه کوي.

په روسیه کې تر پرون پورې د کرونا ویروس څه باندې یو لک او ۹۸ زره پېښې ثبت شوې دي او له دې ډلې نږدې دوه زره کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG