نړۍ
نړۍ کې پر اوربند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو اختلاف

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافاتو لاهم د هغه احتمالي پرېکړه لیک د پرمختګ مخه ډب کړې چې په ټوله نړۍ کې پر اوربند ټینګار کوي.
دغې شورا ویلي وو چې د نړۍ هېوادونه دي د کرونا بحران د راکمېدو لپاره اوربند وکړي.
ډیپلوماتان وایې دامریکا او چین تر منځ اختلافاتو په دې سند کې د پرمختګ هڅې ټکنۍ کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په وار وار چین له هغه هېواده د کرونا ویروس په خورېدو ګرم بللی، او د روغتیا پر نړیوال سازمان انتقاد کوي چې چین ته په ډېر درناوي سره یې د هغه هېواد د ده په وینا ناسم معلومات خپاره کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د مارچ پر ۲۳ په ټوله نړۍ کې د اوربند غږ کړی وو څو حکومتونه پر کرونا ویروس تمرکز وکړي.
شپږ اوونۍ وروسته د هغو ډیپلوماتانو چې نومونه یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دې اخستل شوي، وایې د دواړو چین او د امریکا متحده ایالات لخوا په دې احتمالي پرېکړه لیک کې چې د فرانسې او تونس لخوا وړاندې شوی او د ډبلیو اچ او نوم اخستل شوی، د ویتو احتمال ته اشاره کړې.
د امریکا ولسمشر وایي د روغتیا نړیوال سازمان باید د کرونا ویروس د خورېدو په برخه کې د خپلو کړنو له کبله حساب ورکړي او له همدې کبله په دې سند کې د دغه سازمان د نوم یادولو پر وړاندي مقاومت کوي، هاخوا بیا چین غواړي د کرونا بحران سره د مبارزې په برخه کې د ډبلیو اچ او د رول له کبله په یاد سند کې د هغه سازمان نوم واخستل شي.
دغه پرېکړه لیک د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ دایمي غړو له جملې د نهو غړو د رایو اخستلو ته اړتیا لري خو بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او متحده ایالات هر یو د ویتو حق لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د حماس، اسراییل او امریکا پلاوي د غزې جګړې د پای ته رسیدو په هدف مصر کې خبرې کوي

ټاکل شوې چې د حماس، اسراییلو او متحده ایالتونو پلاوي نن په مصر کې سره جرګه شي.
د امریکا متحده ایالتونه او اروپایي ټولنه حماس د ترهګرې ډلې په توګه پیژني.
د مصر نننۍ خبرې چې فرانس پریس غیر مستقیمې بللي، ماښام مهال پيلیږي چې پر اسراییل د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې د برید له دویمې کلیزې سره همهاله دي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مرکچیانو غوښتي چې د غزې د نژدې دوه کلنې جګړې د پای ته رسیدو لپاره " بیړنی" اقدام وکړي.
دا خبرې اترې داسې مهال کیږي چې حماس او اسراییلو د امریکا د ولسمشر هغې طرحې ته مثبت ځواب ورکړی چې غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په اړه ده.
طرحه کې راغلي چې حماس به پاته اسراییلي یرغمل شوي کسان او برعکس اسراییل به فلسطیني زندانیان ازادوي.
د غزې د جګړې د ارامېدو هڅې داسې مهال کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، لا هم غزه کې جګړه روانه ده او په خبره یې د سولې خبرې د جګړې له دوام سره همهاله امکان نه لري.
روبیو وايي اسراییل باید په غزه کې بمبارۍ ودروي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی چې اسراییل باید په غزه کې خپلې بمبارۍ ودروي ترڅو د حماس له خوا یرغمل کسان خوشې شي.
هغه له سي بي اس شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ "دا کار د جګړې په دوام سره نه شي کېدلی."
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همداراز له ان بي سي سره په خبرو کې هم وویل چې په غزه کې جګړه "لا پای ته نه ده رسیدلې."
هغه د حماس لخوا د یرغمل شویو کسانو خوشې کول "لومړی ګام" وباله، په داسې حال کې چې په راتلونکو پړاونو کې څه پېښېږي جزییات به یې وروسته معلوم شي.
ښاغلي روبیو دا هم وویل چې حماس د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا وړاندیز شوي پلان او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو چوکاټ سره "په مؤثره توګه" موافقه کړې، او د هغې د پلي کولو لپاره د ترتیباتو په اړه د پریکړې لپاره غونډې روانې دي.
میلیاردر اندرې بابېش د چک جمهوریت پارلماني ټاکنې وګټلې

د چک جمهوریت د پخواني صدراعظم په مشرۍ ANO ګوند د دغه هېواد پارلماني ټاکنې وګټلې.
بابېش د اروپا د اوسنیو سیاستونو او له اوکرایین سره د پراخو مرستو مخالف دی.
میلیاردر اندرې بابېش به د حکومت د جوړولو لپاره له یوه بل ګوند سره اییتلاف کوي ځکه په یواځې یې د حکومت د تشکیل لپاره د پارلمان ګټلې څوکۍ بسنه نه کوي.
د راپورونو له مخې ښايي بابېش له ښي اړخي ګوند اس پې ډې سره اییتلاف وکړي هغه ګوند چې سیاستونه یې د اروپا د کډوالو د پالیسیو ضد دي.
د سوریې د نوي پارلمان لپاره انتخابات پیلېږي

په پام کې ده چې د سوریې د انتخاباتي حوزو غړي نن یکشنبې د پارلمان د نویو غړو د انتخاب لپاره رایې ورکړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دا د بشارالاسد له پرځېدلي نظام څخه د سوریې د لیرې کېدو نښه او د اسلامپالو په مشرۍ د اوسنۍ مشرتابه لپاره د ټولګډونه حکومت د جوړولو په برخه کې یوه ستره ازموینه ده.
د غیرمستقیمو رایو په ننني بهیر کې به شاوخوا ۶ زره کسان په سیمه ایز وخت د سهار له نهو بجو څخه د خپلو سیمو په انتخاباتي حوزو کې رایې ورکړي او د رایو ورکولو مرکزونه به د مازیګر په پنځو بجو وتړل شي.
د ولسمشر احمدشرع له لوري د ټاکل شوي کمیسیون ۱۵۷۰ نوماندانو روانه اونۍ خپل نظریات او پلانونه د سیمینارونو او مناظرو په ترڅ کې وړاندې کړل.
د نننیو رایو په نتیجه کې به د پارلمان له دریو څخه دوه برخې غړي غوره شي او یوه بله برخه به ولسمشر شرع په خپله غوره کړي.
فلسطیني چارواکي وايي چې د ټرمپ له غوښتنې سره سره اسراییل بمباریو او حملو ته دوام ورکوي

د غزې د ملکي دفاع اداره وايي د حملو د درولو لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ له غوښتنې سره سره په غزې ښار کې د اسراییلو حملې روانې دي.
د دې ادارې ویاند محمود بسال فرانسپرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په غزه کې بېګانۍ شپه ډېره سخته تېره شوه او اسراییلو لسګونه بمبارۍ او د توپونو حملې وکړې.
په غزه کې لږ تر لږه اویا کسان یواځې د جمعې په ورځ په بریدونو کې وژل شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون پر اسراییلو غږ وکړ چې سمدستي پر غزې بمبار ودروي. دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې حماس د اسراییلي یرغملو د خوشې کولو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ د وړاندیز شوي پلان ځينې برخې ومنلې.
ولسمشر ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه ټروث سوشیل کې لیکلي، اسراییل باید پر غزې بمباري سمدستي ودروي ترڅو یرغمل شوي کسان په خوندي او چټکۍ سره خوشې شي.
که څه هم حماس پرون ماښام د ټرمپ د شل فقره يي پلان ځینې برخې ومنلې خو د وسلو د کېښودو په اړه یې تراوسه څه نه دي ویلي.
ایران اوه نور بندیان چې په سیاسي او امنیتي دلایلو محکوم شوي وو، اعدام کړل

د ایران قضا نن سهار د اوو نورو سیاسي او امنیتي بندیانو د اعدام حکمونه تطبیق کړل.
د ایران د قضا د خبري آژانس میزان د راپور له مخې شپږ اعدام شوي هغه کسان دي چې تجزیه غوښتونکي او د خوزستان په خرمشهر ښار کې د تروریستي حملو تنظیموونکي بلل شوي. د دې کسانو نومونه تراوسه نه دي اعلان شوي. میزان ویلي دي چې دوی خپل جرمونه منلي وو. د میزان د خبر له مخې دې کسانو له اسراییلو سره هم اړیکي درلودل.
د میزان د خبر له مخې اووم تن یو کرد دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د حکومت پلوه سني دیني عالم ماموستا شیخ الاسلام د وژنې په تور نیول شوی دی.
د دې کسانو د محاکمې جریان نه دی خپور شوی او د بشري حقونو ډلو بیا بیا د ایران پر حکومت د تورنو کسانو له حقونو د سرغړونو له کبله انتقاد کړی.
پاکستان وايي، د غزې د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ پلان د اسلامي هېوادونو له طرحې سره توپیر لري

پاکستان وايي د غزې د سولې لپاره د امریکا د ولسمشر پلان د اسلامي هېوادونو له وړاندیز سره سمون نه لري.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار نن پارلمان ته په وینا کې وویل کوم پلان چې ټرمپ په روانه اونۍ کې اعلان کړ له هغه شل فقره یې طرحې چې سره چې د څو اسلامي هېوادو مشرانو د سپټمبر په ۲۲مه هغه ته وړاندې کړه توپیر لري.
دې ډلې اسلامي هېوادونو ټرمپ ته وړاندیز کړی و، چې اسراییلي ځواکونه باید په بشپړ ډول له غزې څخه وځي په داسې حال کې چې د ټرمپ په اعلان شوې طرح کې د اسراییلو د قسمي وتلو خبره شوې څو په نتیجه کې یې د حماس ډلې له خوا برمته شوي اسراییلي وګړي خوشې شي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف مخکې د ټرمپ د سولې پلان ستایلی و.
پنځه سویسي پولیس ټپیان شوي

د سویس په جنوا ښار کې د پولیسو او لاریونوالو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۵ پولیس ټپيان شوي دي.
پولیسو ویلي اړ شول چې په لاریونوالو یې اوښکی بهوونکی ګاز او اوبه وشیندي.
لاریونوال د غزې د بحري کاروان په ملاتړ راوتلي وو خو وروسته له هغه په تاوتریخوالي واوښتل چې په جنوا کې یې د ټرافیکو بهیر په ټپه ودراوه. پولیسو ادعا کړې چې لاریونوالو شیان غورځول او ملکیتونو ته یې زیان رساوه.
د لاریون کوونکو شمېر شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته رسېده.
اسراییلي ځواکونو پرون سلګونه هغه فعالان ونیول چې په شاوخوا ۴۰ کښتیو کې د غزې د محاصرې د ماتولو په هدف غزې تړانګې ته نږدې شوي وو.
په نیول شویو کې مشهوره فعاله ګریتا تونبرګ هم شامله ده.
مانچسټر کې د پروني برید عامل د بریتانیا تبع دی، دوه مشکوک کسان نیول شوي

د بریتانیا پولیس وایي، منچسټر کې د یهودانو پر یوه عبادتځای برید کوونکی سوریایي الاصله بریتانوی دی.
دغه کس پرون پنجشنبه پر دغه عبادتځای برید کې لږ تر لږه دوه تنه ووژل.
برید کوونکي، چې د پولیسو له خوا وژل شوی، د عبادتځای مخې ته پر عبادت کوونکو موټر وخيژوه او وروسته یې پر یوه امنیتي ساتونکي د چړې ګزار کړی دی.
پولیس وایي، پيښه ترهګریزه وه او په تړاو یې لږ تر لږه دوه تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
اروپایي ټولنې دغه برید غندلی دی.
د برتانیا په مانچستر ښار کې د یهودانو عبادتځای ته نژدې درې کسان وژل شوي دي

د برتانیا په مانچسټر ښار کې د یهودانو د یوه عبادتځای (کنیسې) مخې ته په ډزو درې کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي. ویل کېږي چې په وژل شویو کې مشکوک بریدګر هم شامل دی چې پولیسو په ډزو ویشتلی.
د برتانیا پولیسو ویلي چې بریدګر لومړی یوشمېر پلي کسان تر موټر لاندې کړل او بیا یې یو امنیتي ګارډ په چاړه وواهه.
دا پېښه د “کیپور په ورځ” چې د یهودانو په کلیز کې له ډېرو مهمو جشنونو څخه دی شوې ده.
د برتانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي دي چې د برتانیا ټولو کنیسو ته اضافي ځواکونه استول شوي څو د یهودانو ټولنه د امنیت احساس وکړي.
د اسراییل سفارت په یوه بیان کې د دې پېښې له کبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د مانچسټر له یهودي ټولنو او برتانوي چارواکو سره په تماس کې دی او وضعیت له نژدې څاري.