د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

د امریکا-طالبانو د هوکړې تطبیق په اړه په قطر کې د خلیل‌زاد او ملا برادر خبرې


(ښی) ملا برادر (کین) زلمی خلیل‌زاد
(ښی) ملا برادر (کین) زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د سولې هڅو د چټکولو په هدف یو وار بیا د سیمې په سفر وتلی.

نوموړي پرون په دوحه کې د طالب استازو سره کتلي.

طالبان وايي د دې ‌ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره لیدلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن په خپل ټویټر پانه لیکلي چې په دې لیدنه کې د بندیانو پر خوشې کېدو، بین‌الافغاني مذاکراتو او د هوکړه‌لیک په بشپړ طبیق خبرې شوي.

ټاکل شوې زلمی خلیل‌زاد هند او پاکستان ته هم ولاړ شي.

تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې د ښاغلي خلیل‌زاد د تازه سفر د پیل خبر ورکړ.

په دې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلی خلیل‌زاد به په دوحه کې د طالبانو له استازو او په اسلام‌اباد او نوې ډېلي کې له پاکستاني او هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د شخړو د کمېدو او د بین‌الافغاني خبرو د ملاتړ لپاره فشارونه زیات کړي.

د اعلامیې له مخې ښاغلي خلیل‌زاد سیمې ته دا سفر د سې شنبې په ورځ پیل کړی.

اوس تازه افغان حکومت وايي، د تاوتریخوالي راکمېدل نه‌یوازې د افغان حکومت، بلکې د افغانانو غوښتنه هم ده.

د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازاد راډيو ته وویل: "د افغانستان خلک او افغان حکومت هم له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی دې ودروي او د سولې خبرو ته دې لبیک ووايي، افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د افغان سولې په برخه کې زیات کوښښ کړی اوس له طالبانو غواړو چې راشي اوربند وکړي ترڅو یوې تل‌پاتې سولې ته ورسېږو."

د ښاغلي صدیقي په خبره، د بین‌الاافغاني خبرو پیل لپاره اوربند مهم شرط دی.

له دې ورهاخوا د روېټرز خبري اژانس د یو راپور په حواله چې ویلي دي د خلیل‌زاد دا سفر په داسې حال کې پیلېږي چې د طالبانو له‌خوا د حملو زیاتوالي او په دې هېواد کې د کرونا خپرې شوې وبا د نوموړي هغه هڅې زیانمنې کړې چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې مخ ته وړلې.

له دې ټولو سره په نړیوالو چارو کې افغان پوه داوود مایار د خلیل‌زاد دې سفر ته خوشبیني ښي.

د نړېوالو چارو افغان پوه داوود مایار
د نړېوالو چارو افغان پوه داوود مایار

هغه زیاته کړه: "د زلمي خلیل‌زاد سفر په داسې مهم وخت کې ډېر ښه ګام دی د دې لپاره چې له یو خوا طالب بندیان ازادېږي له بلې خوا باید بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي او دغه سفر کولای شي چې لاره هواره کړي."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوي تړون له مخې باید د افغانستان حکومت او طالبانو شپږ زره بندیان خوشې کړي وی، خو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات د دې سبب شوي چې د بین‌الافغاني خبرو پیلېدل وځنډېږي.

XS
SM
MD
LG