د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره له ملګرو ملتونو سره د افغان حکومت هڅې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان حکومت غواړي چې د کرونا ویروس د اغېزو د مخنیوي لپاره له ملګرو ملتونو سره دوامداره غونډې وکړي.

په دې ترڅ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر پرون اعلامیه خپره کړه چې په‌کې راغلي دي چې مرستیال ولسمشر امرالله صالح په همدې هدف د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبرا لاینز سره کتلي دي.

د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئیس رضوان مراد د دې لیدنې کتنې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "په دې کتنه کې د 'کووېډ-۱۹' وبا او د افغانستان پر خلکو د دې وبا د ټولنیزو او اقتصادي اغېزو په اړه خبرې وشوې. مرستیال ولسمشر ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې افغان حکومت غواړي د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په اړه له ملګرو ملتونو سره په دوامداره توګه ستراتېژیکو غونډو ته دوام ورکړي."

د افغانستان ولسمشر خپل لومړي مرستیال ته د ملګرو ملتونو له مؤسسو سره د افغانستان د حکومت د اړیکو او همغږۍ د مشرۍ صلاحیت سپارلی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د سې شنبې خپرو کړو شمېرو له مخې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳،۲۲۴ ته ورسېد او د دې ناروغۍ له امله د تلفاتو شمېر ۹۵ شو.

XS
SM
MD
LG