د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۸

ارګ: ثبات او همپالنې ډلې سره مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی


ارګ
ارګ

ارګ او سپېدار د خپلمنځي مذاکراتو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو څخه خبر ورکوي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، خبرې روانې دي او جزئیات به یې د مذاکراتو له پای ته رسېدو وروسته خلکو او رسنیو سره شریک کړي.

د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې له مراسمو د نږدې دوه میاشتو له تېرېدو وروسته، د دواړو لوریو ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو هیله‌مندي زیاته شوې ده.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ، خو عبدالله عبدالله دا پایله و نه منله او ده هم ځان ولسمشر وباله.

خو د یوه ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په اړه، له نړیوالو فشارونو او د امریکا له‌خوا د یو میلیارډ ډالرو د مرستې بندېدو وروسته، اوس دواړه لوري یوې هوکړې ته د احتمالي رسېدو په هیله‌مند دي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله پنځه ورځې مخکې په خپله فېسبوک‌پاڼه ولیکل: "په اصولو هوکړه شوې، خو پر جزیاتو لا هم کار روان دی."

اوس د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وايي، د دواړو لوریو ترمنځ په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

صدیق صدیقي
صدیق صدیقي

هغه زیاتوي: "خبرې روانې دي او پرمختګ هم شوی دی، خو اوسمهال څو چې جزئیات وروستي کېږي، سخته ده چې په اړه یې بحث وکړم."

د عبدالله عبدالله د ویاند مرستیال هم ورته خبره کوي.

امید میثم وايي، په تېرو ورځو کې د هېواد د یو شمېر سیاسي مشرانو په منځګړتوب په مذاکراتو کې ښه پرمختګ شوی دی.

میثم زیاتوي: "په وروستیو ورځو کې د دواړو مخکښو ډلو ترمنځ د ستونزو او اختلافاتو د حل په اړه ښې بحثونه شوي، هیله مند یم چې راتلونکو ورځو کې د دې بحران د حل شاهدان و اوسو."

خو شنونکی ودیر صافی بیا وايي، د مذاکراتو په تړاو د دواړو لوریو نظریات مبهم دي او معلومه نه ده چې دوی کوم ډول هوکړې ته رسېدلي دي.

ودیر صافی
ودیر صافی

د ښاغلي صافي په خبره، که دواړه لوري په خپلې اصلي دریځ ټینګار وکړي، مذاکرات به پایله و نه لري او دا کړکېچ به په سیاسي کرونا بدل شي.

هغه زیاتوي: "دا لومړی ځل چې محمد اشرف غني په خپل دریځ تر دې حده جدي ولاړ دی او ژر یې دا ستونزه حل نه کړه، فکر نه کوم د عبدالله هغه غوښتنه چې رسنیو ته یې درز کړی، ومني."

د سیاسي مسایلو دا شنونکی ټینګار کوي، که دواړه لوري له خپلو غوښتنو تر یوه حده تېر شي، احتمال شته چې ژر هوکړې ته هم ورسېږي.

XS
SM
MD
LG