د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

خیبر پښتونخوا کې لسګونه روغتیايي کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي


ارشیف
ارشیف

د خیبر پښتونخوا په یوه روغتون کې ګڼ شمېر ډاکتران او نرسانې په کرونا وېروس اخته شوي.

د خیبر پښتونخوا صوبې په یوه ستر روغتون لیډي ریډینګ کې لسګونه ډاکتران او نرسانې په کرونا وېروس اخته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا صوبې په ګډون په ټول پاکستان کې کرونا وېرس په چتکۍ خپرېږي او تر دې دمه زرګونه کسان په دغه وېروس اخته شوي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د احصاییې له مخې، په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او تر دې دمه یې ۴۷۱ کسان مړه کړي دي، چې ډېری په خیبر پيښتونخوا صوبه کې دي.

د لیډي ریډینګ روغتون د اطلاعاتو د څانګې مشر محمد عاصم رسنیو ته په لېږلي بیان کې پخلی کړی، چې د دغه روغتون د نسايي ولادي برخې کې نږدې ۳۵ تنه پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي، چې په دوی کې ډاکتران، نرسانې او د عملې ځینې نور کسان شامل دي.‌

دغې څانګې د دوشنبې په ورځ ناوخته ویلي، چې د لیډي ریډینګ روغتون د نسايي ولادې برخې د ګڼو کارکوونکیو معاینه شوې وه، چې د ۳۵ هغو د معاینو نتیجه مثبته راغلې ده.

د لیډي ریډینګ روغتون چارواوکو تر مثبتو پایلو وروسته ددغه روغتون د نسايي ولادي برخه په موقتي توګه تړلې ده او زیاتوي، چې ‌ دا پرېکړه یې له مجبورۍ کړې ده.

د دغه روغتون د اطلاعاتو د څانګې د مشر په خبره: "د نسايي ولادې برخې د ټولو کارکوونکو سکریننګ (معاینه) پیل شوې او حالاتو ته په کتو به په څو ورځو کې دغه برخه بېرته د ناروغانو لپاره پرانېستل شي."

لیډي ریډینګ روغتنون د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پروت دی، چې د دغې صوبې له سترو روغتنونونو ګڼل کېږي او هره ورځ ورته پر پېښور سربېره د خیبر پښتونخوا له لرې پرتو سیمو زرګونه ناروغان د درملنې لپاره ورځي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په خیبر پښتونخوا صوبه کې ډاکتران او نرسانې پر کرونا وېرس اخته کېږي، بلکې تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا د حیات اباد میډيکل کمپلیکس یو پروفیسر ډاکتر جاوید هم د کرونا وېرس له امله پخپل روغتون کې مړ شوی و.

XS
SM
MD
LG