د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

ایا ژر د کرونا ویروس د واکسین جوړېدو تضمین شته؟


د اسوشيېټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا حکومت سر له اوسه له دوو شرکتونو سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه کړي دي.
د اسوشيېټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا حکومت سر له اوسه له دوو شرکتونو سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه کړي دي.

په نړۍ کې سلګونو کسانو لستوڼي رانغښتي چې د کوویډ-۱۹ پر ضد د تجربې په توګه واکسین شي.

له دې سره د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې هیلې راپورته شوي دي.

په مارچ میاشت کې محدودو رضاکارانو ته واکسین ورپیچکاري شول چې له دې سره په چین، اروپا او امریکا کې پر دغه واکسین د پراخې کچې څېړنې پیل شوې.

خو ایا ژر د واکسینو جوړېدو تضمین شته؟

شا او خوا سل څېړونکې ډلې د کرونا ویروس پر واکسینو کار کوي چې ګڼ شمېر يې په لومړیو پړاوونو کې دي.

د کرونا ویروس پر ضد د واکسینو جوړولو ډګر ډېر بوخت دی خو څېړونکي وايي، دا ښه خبره ده ځکه یو شمېر يې ښايي پر شته خنډونو بریالي شي.

اسوشيېټډ پریس خبري اژانس د اکسفورد پوهنتون د یوه مخکښ څېړونکي ډاکټر اندرو پولارد له قوله لیکلي: "دا د یو بل پر ضد سیالي نه ده. موږ د کرونا ویروس پر وړاندي جنګېږو او موږ باید په دې سیالي کې ډېر ګډونوالو ولرو."

خو تریخ حقیقت دا دی چې هېڅ څرګنده نه ده چې کوم واکسین به په خوندي توګه اغېز ولري.

د امریکا د حکومت متخصص ډاکټر انتوني فاسي وايي: "د یوه خوندي او اغېزناکه واکسین لپاره باید ډېر واکسین تجربه شي."

ډاکټر انتوني فاسي
ډاکټر انتوني فاسي

په مارچ میاشت کې محدودو رضاکارانو ته واکسین ورپیچکاري شول چې له دې سره په چین، اورپا او امریکا کې پر دغه واکسین د پراخې کچې څېړنې پیل شوې.

بل پړاو دا دی چې کوم واکسین په پراخه کچه ګڼو خلکو ته په خوندي توګه ورکول کېدای شي.

پالیسي جوړوونکي هڅه کوي چې تر عادي وختونو په کمه موده کې دا واکسین جوړ شي.

د کرونا ویروس پر ضد د سپینې ماڼۍ د کاري قوې له هماهنګ کوونکې ډيبورا برکس څخه پوښتنه وشوه چې ایا تر جنورۍ میاشتې پوري د کرونا ویروس پر ضد د واکسینو جوړېدو امکان شته؟ دې وویل: "پر کاغذ امکان لري، خبره دا ده چې ایا موږ یې عملي کولای شو که نه."

د امریکا د حکومت متخصص ډاکټر انتوني فاسي ویلي، له دوولسو تر اتلسو میاشتو په موده کې جوړ شوی واکسین به تر بل هر وخت په کمه موده کې جوړ شوی واکسین وي.

تر اوسه په امریکا، اروپا او چین کې اته واکسین د جوړېدو په لومړیو مرحلو کې دي.

خو د رضاکارانو کمی دی چې د دغو واکسینو پيچکاري ته چمتو شي.

خو کله چې یو خوندي او اغېزناک واکسین جوړ شي، تقاضا به یې هم همددومره زیاته شي او په نړۍ کې به د ټولو خلکو لپاره کافي واکسین نه وي.

له همدې کبله د واکسینو جوړولو شرکتونو په دې برخه کې میلیونونه ډالره پانګونه کړې او که دوی پر ناسم واکسین پانګونه وکړي، میلیونونه ډالر به یې بې ځایه لاړ شي.

د اسوشيېټډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا حکومت سر له اوسه له دوو شرکتونو سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قراردادونه کړي دي.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG