د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

هېواد: امریکا او طالبانو د دوحې دفتر کې د سوق او ادارې ګډ نظامي مرکز فعال کړی


کابل یو شمېر ورځپاڼې
کابل یو شمېر ورځپاڼې

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د افغان سولې، له کرونا سره د مبارزې او د ایراني سرتېرو له لوري په اوبو کې د افغان کارګرو د ډوبېدو د ادعاوو په اړه لیکنې او تبصرې کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي "د امریکا او طالبانو توافق غیر قانوني او په هېڅ توګه د منلو نه‌دی."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، امریکا او طالبانو د دوحې په دفتر کې ګډ د سوق او ادارې نظامي مرکز فعال کړی چې له یو بل سره په همکارۍ له هغه ځایه د القاعدې پر ضد عملیات رهبري کېږي.

هېواد لیکي امریکا همدا شان د هغو بریدونو شمېر هم پټ ساتي چې د طالبانو له لوري په افغان حکومت ترسره کېږي.

د هېواد په سرمقاله کې راغلي، امریکا او ناټو له افغانستان سره ستراتېژیک، همدا شان امنیتي او دفاعي تړونونه لري چې له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه په مخ یوسي.

د هېواد سرمقالې په پای کې راغلي، طالبان چې له القاعدې سره اوس هم اړیکې لري، له طالبانو سره د سوق او ادارې په برخه کې د امریکا همکاري غیر قانوني او له افغان حکومت سره د شویو تړونونو پرخلاف دی.

  • ویسا

د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی "یو به له‌منځه ځي، یا فساد یا حکومت."

وړاندې په سرمقاله کې د افغانستان مشرانو جرګې د ولسمشر سلاکار وحید عمر هم د فساد له امله څارنوالۍ ته معرفي کړی چې د لیکوال په اند دا یو سمبولیک اقدام دی.

ویسا لیکي چې نړیوال بانک په ټوله کې نړیوالو ادارو تر اوسه له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره ۵۳۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.

په سرمقاله کې سپارښتنه شوې له دې وروسته دې افغان حکومت د دغو مرستو په مصرف کې دقیق واوسي چې شخصي جېبونو ته ونه‌لوېږي او د فساد مخه ونیول شي.

د ویسا د سرمقالې په پای کې راغلي، کرونا یوه ملي ستونزه ده، مقابله‌یې په ملي کچه داسې کېدای شي چې ټول ولس په یو صف کې ودرېږي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په اوبو کې د ایراني سرتېرو له لوري د افغانانو د غرق کېدو د ادعا په اړه لیکنه کړې.

ملي ارمان لیکي د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې ایراني سرتېرو شاوخوا ۵۰ افغان کارګر چې په غیر قانوني توګه ایران ته اوښتل شکنجه کړي او بیا یې په اوبو کې غرق کړي او ۱۲ تنه توانېدلي چې له دې غمیزې ځان وژغوري.

ملي ارمان وړاندې لیکلي، که څه هم په هرات کې د ایران قونسلګري دا پېښه ردوي، افغان حکومت پلاوی ټاکلی څو دا مسئله وڅېړي، د لیکوال په اند دا لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې له دې وړاندې هم دې ته ورته پېښې رامنځته شوې وې.

XS
SM
MD
LG