د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

عامې روغتیا وزارت: د معتادینو د درملنې لپاره د ډاکټرانو له کمښت سره مخ یو


ارشیف
ارشیف

د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې په برخه کې د متخصصو ډاکټرانو له کموالي څخه سر ټکوي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس ډاکټر شاهپور یوسف وايي، د افغانستان په پوهنتونونو کې د معتادینو د درملنې په برخه کې نه اختصاصي تحصیلي نصاب شته او نه هم متخصص ډاکټران روزل کېږي، ځکه نو ډاکټران د خپل ځانګړي تخصص او مسلک خلاف د معتادینو درملنه کوي.

د روغتون فضا...

د ابن سینا زر بستریز روغتون په دهلیزونو کې د هغو معتادینو زګېروی او چیغې اورېدل کېږي چې د درملنې لپاره بستري دي او د زهر ایستلو پړاو تېروي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په ډېری مرکزونو کې د معتادینو د درملنې لپاره متخصص ډاکټران نشته.

د ډاکټر سارا حیدري غږ...

ډاکټره سارا حیدري چې اوس په یوه نادولتي روغتون کې د معتادینو درملنه کوي، د هغو ستونزو کیسه کوي چې د اعتیاد د درملنې په برخه کې ورسره مخ شوې ده. دا وايي تر طبي وروسته يې په روغتون کې زده کړل چې معتاد څوک دی او بايد څنګه یې درملنه وشي؟

هغه زیاتوي: "که څه هم زه د طب له پوهنځي څخه فارغه شوې یمه، خو زه نه پوهېدمه چې معتاد چاته ویل کېږي؟ دا خو راته بیخي جالبه وه چې ښځې هم معتاده کېږي. کله چې مې د معتادینو د درمنلې په یوه روغتون کې کار پیل کړ د لومړي ځل لپاره مې معتادې ښځې ولېدې، ډېره حیرانه شومه او ویې ډارولمه. کله چې به نشه یاني ښځې د زهر ایستلو په پړاو کې وې، پر ما باندې به یې برید کاوه، زه به د اتاق به کونج کې ځنې پټه شومه، هغه مهال زه په دې نه پوهېدمه چې دې ښځو ته څنګه درمل ورکړمه. په پوهنتون کې د اعتیاد په اړه هیڅ څانګه او درسي مواد نشته. "

په (۲۰۱۵) میلادي کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ګډه څېړنه ښيي چې په افغانستان کې په غیر مستقیم ډول درې میلیونه او په مستقیم ډول څه د پاسه درې لکه کسان نشه کوي.

دې شمېرو ته په پام سره د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې په برخه کې د متخصصو ډاکټرانو روزنه یوه جدي اړتیا بولي.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاهپور یوسف وايي، کوم ډاکټران چې د طب له پوهنځي څخه فارغېږي، دوی ته یوازې په ابتدايي ډول د اعتیاد پېژندلو په برخه کې زده کړې ورکول کېږي، خو د وقايي او د معتادینو د درملنې په برخو کې کافيمعلومات نه لري.

هغه زیاتوي: " د افغانستان د ټولو پوهنتونونو په پوهنځیو کې باید اعیاد د یوه ځانګړي مضمون په ډول لږ تر لږه یو سمسټر تدریس کړل شي، خو له بده مرغه چې له طب څخه فارغ شوي ډاکټران د معتادینو د درملنې په اړتیاوو نه پوهېږي، موږ اړ یو چې پر دوی باندې له سره لګښت وکړو او د دوی ته زده کړې ورکړو. موږ یو داسې اروا پوه ته ضرورت لرو چې د اعتیاد په برخه کې کار وکړي او په روغتونونو کې د معتادینو د درملنې په برخو کې له موږ سره وي."

دا مهال په افغانستان کې د معتادینو د درملنې (۱۰۳) مرکزونه فعالیت کوي چې په دې مرکزونو کې هر کال څلوېښت زره معتادین تداوي کېږي، خو په دې مرکزونو کې د معتادینو د درملنې لپاره متخصص ډاکټران لږ دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزير عبدالتواب بالاکرزی وايي، دا مهال په ځینو طبي پوهنځیو کې ډاکټرانو ته د معتادینو د درملنې لومړنۍ زده کړې ورکول کېږي او په پام کې ده چې په راتلونکي کې د تخصصي زده کړو زمینه برابره شي.

هغه زیاتوي: " اعتیاد او له نشه يي موادو سره مبارزه پورې اړوند مسائل په طبي پوهنځیو کې، په ځانګړې ډول د عامې روغتیا او وقایوي طب په پوهنځیو تدریسېږي، خو د دې لپاره چې د اعتیاد د درمنلې په برخه کې یو متخصص ډاکټر فارغ کړو، ان شاء اللهچې دا ستونزه به د یوه ځانګړي ډیپارمنټ په جوړولو سره هواره شي."

په افغانستان کې د معتادینو د درملنې موده لږ تر لږه (۴۵) ورځې ده، چې په دې موده کې یو معتاد د زهر ایستلو، بیارغاونې او څارنې تر پړاوونو تېرېږي، خو د بېلا بېلو عواملو له مخې په سلو کې څه د پاسه شپېته معتادین تر درملنې وروسته بېرته په نشو ته مخه کوي.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:07 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG