د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

کورنیو چارو وزارت: افغانستان کې د نشه يي موادو کښت۳۸ سلنه کم شوی


ارشیف
ارشیف

په (۲۰۱۹) میلادي کال کې د نشه يي موادو د کښت په اړه د کورنیو چارو وزارت او افغانستان د مرکزي احصائیې ګډه سروې چې تر څلور میاشتني ځنډ وروسته خپره شوه ښيي چې، په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د سروې رئیس نجیب الله احمدي ازادۍ راډیو ته وویل: د نشه يي موادو پر کارخانو باندې د افغان ځواکونو عملیات او د ډېرو قاچاق کوونکو د نیولو ترڅنګ ځینو سیمه ییزو عواملو هم د کوکنارو په کښت کې کموالي راوستلی دی.

هغه زیاته کړه: " په (۲۰۱۹) میلادي کال کې په یو سل او (۶۳) زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي ول چې د (۲۰۱۸) کال په پرتله په سلو کې (۳۸) کموالی ښيي. کله چې د کوکنارو په کښتونو کې کموالی راځي، نو د تاریاکو د تولید په برخه کې هم د پام وړ کموالی راځي. دلته څو عوامل دي چې د کوکنارو کښت یې راکم کړی دی، لکه د تاریاکو د بیو ټیټوالی، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ځینو سیمو لاس په لاس کېدل، د اسعارو په نرخونو کې بدلون، په ځانګړې ډول د افغانستان په غرب کې تومان او د هېواد په ختیځ کې د کلدارو د نرخونو له ټیټوالي سره د کوکنارو بیه را ټیټه شوې او د تاریاکو پر تولید باندې یې اغېز کړی دی. "

د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې په (۲۰۱۹) کال کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د نشه يي موادو د تولید (۹۶) لابراتوارونه ویجاړ شوي،(۱۱۷۰) ټنه نشه يي مواد نیول شوي او له قاچاق کوونکو سره یو میلیون امریکايي ډالر هم نیول شوي دي.

افغان دولت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) به له (۲۰۰۹) کال څخه نیولې بیا تر (۲۰۱۸) کال پورې هر کال په افغانستان کې د نشه يي موادو په اړه ګډ راپور نشر کاوه، خو سږکال یوازې افغان دولت راپور خپور کړی او د ملګرو ملتونو د سازمان راپور د نامعلومو دلایلو له مخې تر اوسه پورې نه دی خپور شوی.

د مشرانو جرګې له نشه يي موادو سره د مبارزې کمیسیون غړی هاشم الکوزی وايي چې ډېری کوکنار د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې کرل شوي او په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښتونو ته په پام سره په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې کموالی نه دی راغلی.

ښاغلی الکوزی زیاتوي چې د کوکنارو د کښت د کنټرول لپاره باید له بزګرو سره مرستې وشي.

هغه زیاتوی: " د کوکنارو د کښت را کموالو لپاره باید بزګرو ته د قناعت ورکولو ترڅنګ ځینې تخمونه ورکړل شي چې د کوکنارو ښه بدیل وي. کله چې د کوکنارو بدیل نه وي، بزګران به هیڅکله هم د زور له لارې د کوکنارو کرل پرېنږدي، ځکه چې بزګر د مالي ستونزو او فقر له امله کوکنار کري."

له دوو اوونیو راهیسې په ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د دولت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو د کښتونو اړولو عملیات روان دي، خو په هلمند ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې چې د افغانستان په سلو کې (۸۵) جوړوي، د کوکنارو کښتونه نه دی اړول شوی او دا مهال یې نېښ وهل دوام لري.

-----------------------

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG