د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۳

امریکا: د ملګرو ملتونو د بندیز مودې تر ختمېدو وروسته ایران وسله نه‌شي پېرلی


ارشيف، ايران
ارشيف، ايران

امریکا وایي ایران ته به اجازه ورنه‌کړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو مودې تر ختمېدو وروسته وسله وپېري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ وویل چې واشنګټن پر ایران د ملګرو ملتونو د وسلو د بندیز د مودې تر ختمېدو وروسته، هغه هېواد ته اجازه نه‌ورکوي چې وسلې وپېري.

د دغه بندیز موده شپږ مياشتې وروسته په اکټوبر میاشت کې ختمېږي.

روېټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له قوله راپور ورکړی چې وایي: "موږ به د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره همکاري وکړو څو دا بندیز تمدید شي."

مایک پومپیو
مایک پومپیو

نوموړي زیاته کړه: "که چېرې کوم بل څوک اقدام ونه‌کړي، امریکا پر ټولو احتمالاتو غور کوي چې څه ډول اقدام وکړي."

بله‌خوا د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې په‌کې راغلي واشنګټن د ایران پر وړاندې د وسلو د بندیز د بې‌پایه تمدید په اړه د یوه نوي پرېکړه‌لیک مسوده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو شمېر غړو ته سپارلې ده.

دغو چارواکو اسوشیټډ پرس ته ویلي چې واشنګټن نیت لري په مې میاشت کې چې استونیا د ناټو د غړي او د واشنګټن د نږدې متحد په توګه د امنیت شورا دوره‌یي مشري اخلي، دا پرېکړه‌لیک رأی‌ګیرۍ ته وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پرېکړه‌لیک له مخې چې په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د اټمي تړون په اړه خپور شو، له ایران سره د وسلو راکړه ورکړه د پنځو کلونو لپاره منع شوې وه.

په هغه صورت کې چې تأیید شي د ایران اټمي پروګرام سوله‌ييز اهداف لري، نو دا بندیز به د اکټوبر د میاشتې پر ۱۸مه نېټه پای ته ورسېږي.

د وسلو د راکړې ورکړې بندیز د ایران د اټمي تړون یوه برخه وه چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووتله.

د ایران توغول شوی توغندی
د ایران توغول شوی توغندی

تهران هڅه کوي د دې تړون د موادو رعایت کولو ته د ایران د ژمنتیا په بدل کې دا بندیز پر ټاکل شوې نېټه لیرې شي.

امریکایي چارواکو اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته ویلي، هغسې چې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې اعلان کړی چې ایران د دې تړون له ځینو موادو په شا شوی، نو امریکا په دې باور ده چې دا بندیز باید پر ځای پاتې شي.

بله‌خوا ځیني راپورونه وایي د ایران پر وړاندې د تسلیحاتي بندیزونو د تمدید هر ډول هڅه د روسیې او چین له ویتو سره مخامخ کېدای شي.

روسیې له وړاندې اعلان کړی چې د ایران پر وړاندې د یاد بندیز د تمدید ملاتړ نه‌کوي.

XS
SM
MD
LG