د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

ټرمپ: امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر وايي، په هېواد کې یې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي او حاضر دی چې نورو هېوادونو ته تنفسي الې واستوي.

امریکا دا ډول الې، چې د کرونا ویروس د ناروغۍ په سخت حالت کې زیاتې پکارېږي، تر خپلې اندازې ډېرې تولید کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (جمعه) وویل، متحد ایالتونه به د ایټالیا، هسپانیا، فرانسې، مکسیکو، اندونیزیا او هندوراس په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د مرستې په توګه تنفسي الې ولېږي.

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې په خپله ورځینۍ خبري غونډه کې وویل، د نړۍ له یو شمېر مشرانو سره یې د کوویډ-۱۹ یا کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې پر هلو ځلو خبرې کړي او ټاکل شوې ده چې امریکا یو شمېر هېوادونو ته د تنفسي الو مرسته وکړي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، امریکا د تنفسي الو په جوړولو کې لوړ امکانات او ظرفیتونه لري او د خپلو ایالتونو د اړتیا لپاره یې ډېر شمېر دا ډول الې په ګودامونو کې زېرمه کړي؛ اضافي یې نورو هېوادونو ته د مرستې په توګه ورکوي.

په امریکا کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ولسمشر ټرمپ د موټرجوړولو فابریکو ته سپارښتنه وکړه چې د کرونا ویروس د ناروغانو لپاره تنفسي الې جوړې کړي.

ټرمپ همداراز وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدا په وړاندې په هڅو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

ده زیاته کړه، په امریکا کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي دي.

ولسمشر ټرمپ په خبري غونډه کې په نیویارک کې د کورونا پېښو ته اشاره وکړه، ویې ویل، سره له دې چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله نیویارک د دې ویروس په مرکز بدل شوی و، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې په دې ښار کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي دي.

د ټرمپ په وینا په نیویارک کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د تېرو اوونیو په پرتله په سلو کې ۱۰ کمې شوې دي.

ده همداراز وویل چې د کرونا ویروس په اثر په نیویارک ایالت کې د تېرې اوونۍ په پرتله د مړینو شمېر په سلو کې ۴۰ لږ شوی دی.

په امریکا کې تر پرون جمعې پورې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹ لکه ۱۱ زره ۴۶۴ تنه و او په دې ویروس د مړو شویو کسانو شمېر نژدې ۵۲ زره تنه اعلان شوی دی.

حاضر دمه له امریکا وروسته ډېر کسان په هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني، بریتانیا، ترکیه، ایران او بیا په چین کې، چې دا ویروس پکې پیدا شو، ډېر اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG