د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

یورو اېشیا رېویو: طالبان د بندي پاکستاني اتباعو خوشې کېدل غواړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • یورو اېشیا رېویو

یورو اېشیا رېویو خپرونې په خپله پرونۍ ګڼه کې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې طالبان د پاکستاني اتباعو په ګډون د جنايي بندیانو خوشې کېدل غواړي، هغه څه چې حکومت رد کړي دي.

د لیکنې په پیل کې راغلي، حکومت ویلي یوازې هغه طالب بندیان خوشې کوي چې فلتر شوي وي، کومه جرمي سابقه ونه‌لري، تر خوشې کېدو وروسته افغانستان او د افغانستان د متحدانو ملي امنیت ته کوم ګواښ نه‌پېښوي.

د لیکوال په باور حکومت مجبوره نه‌دی هغه طالبان بندیان چې په خټه پاکستانیان دي، یا افغانان نه‌دي خوشې کړي.

د یورو اېشیا رېویو خپرونې د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د بندیانو تبادله وروسته له هغې ټکنۍ شوه چې طالبانو د خپلو ۱۵ بندیانو لانجمن لېست حکومت ته وسپاره.

د خپرونې په لیکنه د افغانستان د ملي امنیت ادارې تأیید کړې، په دغو ۱۵ بندیانو کې چې طالبان‌یې خوشې کېدل غواړي، یو تن‌یې د لعل‌الدین په نوم د دوی قوماندان دی چې په کابل کې د ۲۰۱۷م کال د مې میاشتې په لارۍ بم چاونه کې لاس لري، هغه چاودنه چې لږترلږه ۹۰ کسان‌یې ووژل او ۴۰۰ نور ټپیان کړل.

د ملي امنیت شورا تر تېرې جمعې پورې د خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۵۵۰ تنه یاد کړ او ویلي یې دي، د سولې د ملاتړ او د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې لپاره به په ټوله کې د ۱۵۰۰ بندیانو خوشې کېدل دوام مومي.

د فبرورۍ پر ۲۹مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې له مخې په پام کې ده حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ او طالبان د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشې کړي.

د بندیانو تبادله د بین‌الافغاني خبرو د پیل یو شرط ګڼل کېږي. هغه خبرې چې لا هم پیل شوې نه‌دي.

  • بزنس انسایډر

د امریکا انلاین خپرونې بزنس انسایډر د هغې نظر پوښتنې په اړه لیکنه خپره کړې چې د امریکا ډېری سابقه لرونکو پوځیانو له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو ملاتړ په‌کې کړی دی.

لیکنه په دې عبارت پیلېږي، که څه هم امریکایان په نړۍ کې تقریباً د هرې مسئلې په اړه مخالفت لري، خو دغه ولس په یوه موضوع کې په یوه خوله ښکاري چې هغه د افغانستان تر څه باندې ۱۹ کلنې خونړۍ جګړې وروسته چې په مالي لحاظ هم ګرانه تمامه شوې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل دي.

د هغې نظر پوښتنې له مخې چې تېره چهارشنبه شوې په سلو کې ۷۳ پخوانيو پوځیانو او ۶۹ هغو کورنیو چې لږترلږه یو غړی یې په پوځ کې فعال غړیتوب لري، له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو لپاره د ولسمشر ټرمپ د پرېکړې ملاتړ کړی دی.

دا د تېر میلادي کال په نسبت په پخوانیو سرتېرو کې له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په ملاتړ کې ۱۳ فیصده زیاتوالی ښيي.

ځینو امریکايي رسنیو پرون راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله باید له دغه هېواده ټول امریکايي سرتېري واېستل شي.

د بزنس انسایډر په لیکنه، واشنګټن د افغانستان په ۱۹ کلنه جګړه کې لویې تېروتنې هم کړې دي.

د لیکنې په حواله د جګړې په ډګر کې واقعیتونه یو څه وو، خو مخکښو پالېسۍ جوړونکو، څلور ستورو لرونکو جنرالانو او د دفاع وزارت ویندویانو په پرله‌پسې ډول امریکایي وګړي د پرمختګ په ناسمو ادعاوو سره خطا ایستلي دي او په وار وار یې ډاډ ورکړی چې د افغانستان په جګړه کې د واشنګټن د دومره اوږدې مودې ښکېلتیا یوه اړتیا وه.

XS
SM
MD
LG