د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

نرېندرا مودي: د کرونا ویروس په وړاندې بې‌غوري ونه‌کړئ


د هند صدراعظم نرېندرا مودي
د هند صدراعظم نرېندرا مودي

د هند صدراعظم نرېندرا مودي خپلو خلکو ته خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس په وړاندې بې‌غوري ونه‌کړي.

هغه پرون په یوه راډیويي پيغام کې هندیانو ته خبرې کولې.

هغه زیاته کړه: "درنو خلکو! له تاسو غواړم چې په خپل ډېر لوړ اعتماد مه‌دوکه کېږئ. داسې فکر باید ونه‌کړو چې کرونا ویروس موږ ته نه‌رارسېږي له دې تر اوسه زموږ ښار، کلي، کوڅې او دفتر ته نه‌دی راغلی."

مودي زیاته کړه چې خلک باید خپل عادتونه بدل کړي، ټولنیزې فاصلې او طبي سپارښتنې چې په‌کې د ماسک کارول ضروري دي رعایت کړي.

د هند صدراعظم خپل ګڼ مېشتي هېواد ته سپارښتنه وکړه چې د هند پخوانۍ طبي تګلاره ایورویدا چې د بدن د محافظتي سیستم د تقویې لپاره ښه دی، ترسره کړي.

په ایورویدا کې یوګا کول او په پرله‌پسې توګه د ګرمو اوبو څښل شامل دي.

هندوستان د مارچ له ۲۵مې عمومي قرنطین اعلان کړی او تمه ده د مې تر درېیمې به دوام وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې هلته ټول‌ټال ۲۷ زره کسان کرونا ویروس نیولي چې له ډلې یې ۸۸۲ کسان مړه شوي.

XS
SM
MD
LG