د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

هېواد: روژه کې د اوربند په کولو سره طالبان کم نه‌راځي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره له طالبانو سره د اوربند، کرونا ویروس سره د مبارزې او په حکومت کې د فساد په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼه لیکي، که څه هم طالبانو د ولسمشر غني له‌خوا په روژې میاشت کې د اوربند غوښتنه رد کړې، خو اوس یو ځل بیا د روژې تقدس ته په احترام او د کرونا ویروس له امله انساني بحران ته په کتو له طالبانو بیا غوښتنه کوو چې په دې میاشت کې اوربند وکړي او د سولې خبرو ته چمتو شي!

دا غوښتنه د افغانانو او نړیوالې او اروپایي ټولنې او ان ناټو ګډه غوښتنه ده، ټول پر طالبانو غږ کوي چې د دې میاشتې د احترام په خاطر چې د ګناهونو د بخښلو او ترحم میاشت ده، نور جګړه بنده او اوربند وکړي!

وړاندې د هېواد په سرمقاله کې راغلي، د روژې میاشت او د کرونا وژونکي ویروس له امله چې نړۍ یې له انساني او اقتصادي بحرانونو سره مخ کړې ده، غوره پلمه ده چې طالبان باید ترې ګټه پورته کړي او د اوربند غوښتنه ومني!

په دې سره د سرمقاله لیکونکي په باور طالبان کم نه‌راځي، بلکې د هغوی لپاره ښه او غوره چانس دی چې په دې مبارکه میاشت کې وینه تویونه بنده کړي، اوربند وکړي او د سولې لپاره ځان چمتو کړای شي.

ویسا

ویسا نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې په پکتیا ولایت کې د یوې مېرمنې خبرو ته اشاره کړې چې په دې وروستیو کې یې د بې‌وسۍ له لامله خپله یوه ۱۴ کلنه لور د پلور بازار ته وړاندې کوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، دغسې په روغتیایي برخه کې، په تعلیمي برخه کې او ګڼو نورو برخو کې ستونزې لرو او ستره ننګونه دا ده چې ځوانان مو په کار، روزګار پسې سرګردانه ګرځي او تر دې ټولو بیا لویه بدبختي دا ده چې موږ ځواب ویونکی او مسؤل حکومت نه‌لرو.

ورځپاڼې لیکلي، حکومت د کرونا لپاره پیسې ځانګړې کړې، خو د تعقیب‌یې څوک نه‌شته په داسې حال کې چې د حکومت مسؤلیت دا دی چې دا موضوع تعقیب کړي چې دا پیسې چېرته ولګېدې چې چېرته خو به‌یې د پنځو شپږ زرو افغانیو چپرکټ په ۳۵ یا ۴۰ زره افغانیو نه‌وي رانیولی.

په سرمقاله کې راغلي د ښاغلي غني او عبدالله ترمنځ د قدرت پر سر مقابله روانه ده او دولت بحراني حالت کې دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، په هېواد کې د ګرځ‌بندیز مودې په تمدید سره بې‌وزلو افغانانو حکومت ته سترګې نیولي څو ورسره مرسته وشي، خو حکومت تر اوسه دا لړۍ نه‌ده پیل کړې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، کابل کې چارواکو ویلي، دوی د بې‌وزلو او کارګرو کسانو د لېست په برابرولو بوخت دي او یوه کمېټه‌یې جوړه کړې څو اړو کسانو ته دا مرستې ورسوي، خو په وینا یې لا تر اوسه دغه مرستې نه‌دي رسېدلي.

ورځپاڼه پوښتنه کوي چې ایا دا مرستې به په خپل وخت ورسول شي؟

XS
SM
MD
LG