د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د نړۍ حکومتونو ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي خبرداری


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن خبرداری ورکړ چې د نړۍ حکومتونه دې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په نوم ځپونکي اقدامات نه‌کوي.

هغه وویل کرونا د خلکو په مبتلا کولو کې تبعیض نه‌کوي، خو دولتونه د دې ویروس د اغېزو په خاطر تبعیض قایلېږي.

ګوترش ټینګار وکړ چې تر کرونا وروسته د وضعیت د سمولو لپاره په‌کار ده چې ټول لاس سره ورکړي او سلګونه میلیارده ډالره ولګوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې ۲ میلیونه او شپږ لکه ۲۹ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې څه باندې یو لک او ۸۳ زره کسان مړه شوي او د هغو کسانو چې درملنه‌یې شوې شمېر له اووه لکو او ۲۲ زرو کسانو اوړي.

XS
SM
MD
LG