د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

امریکا او ایران پر ټولنیزو رسنیو د بیانونو او عکسونو خپرولو ته مخ اړولی


د جواد ظریف او بشارالاسد دا ګډ عکس په کمپیوټر کې (التر) بدل شوی دی.
د جواد ظریف او بشارالاسد دا ګډ عکس په کمپیوټر کې (التر) بدل شوی دی.

امریکا او ایران پر ټولنیزو رسنیو د بیانونو او عکسونو خپرولو ته مخ اړولی دی.

له یوې خوا امریکا د منځني ختيځ په هېوادونوکې د ایران د لاس وهنو په اړه بیانونه خپروي، له بله لوري له ایرانه داسې عکسونه او بیانونه خپرېږي چې د نړیوالو له نظره د امریکا بندیزونه د بشري حقونو خلاف وبلل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وروستیو کې یو عکس پر ټوېټر خپور کړ چې په هغه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره ناست دی، د دواړو ترمنځ پر مېز د پیسو بستې ايښې، د بشارالاسد پر ځنګانه او په جیب کې هم د ایراني نوټونو بستې لیدل کېږي.

د جواد ظریف او بشارالاسد دا ګډ عکس په کمپیوټر کې (التر) بدل شوی دی.

د ظریف او بشار عکس، د اپرېل په ۲۰مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتیګس خپور کړ څو په سوریه کې له رژیمه د ایران ملاتړ ته د خلکو پام واړوي.

په دې وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سوریې ته تللی و.

ایران او سوریه په ټوله سیمه کې له کلکو متحدانو دي.

مورګان اورتیګس پر ټوېټر له دې عکس سره یوځاي ولیکل: "له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې، د ایران رژیم تر ۱۰ میلیارد ډالر زیاتې پيسې چې د ایران د خلکو برخه دي، د بشارالاسد رژیم ته ورکړې دي، فکر وکړئ چې څومره پيسې به دا وار ظریف دمشق ته راوړې وي؟"

د ایران او امریکا حکومتونه رسمي خبرې نه سره کوي.

خو په وروستیو کې له دواړو خواوو پر ټولنیزو رسنیو د یوه او بل د مسخره کولو لپاره داسې بیانونه، عکسونه او میمونه خپروي.

د بحرانونو په نړیوالو ګروپ کې د ایران د برخې مشر علي واعظ د ازادې اروپا/ازادي راډیو د خبرونو برخې ته ویلي چې پر ټولنیزو رسنیو داسې راکړه ورکړه ماشومانه او بې معنی کار دی.

واعظ ویلي: "په امریکا کې د حکومت ايډیولیجیستان فکر کوي چې دایران رزیم د سقوط په حال کې دی ځکه د کرونا ویروس او د امریکا د ابندیزونو له کبله تر سخت اقتصادي فشار لاندی دی، د واعظ په وینا، امریکا په ایران کې د رژیم د سقوط لپاره له ټولنیزو رسنیو د یوې وسیلې په توګه کار اخلي."

علي واعظ
علي واعظ

له بله اړخه، په ایران کې دې مسئلې ته چې په ایران کې یو بشري بحران راغلی د داسې موقع په سترګه کتل کېږي چې پر امریکا انتقادونه زیات شي.

د واعظ په وینا، تهران په دې ډول هڅه کوي چې د امریکا هغه بندیزونه چې پر ایران یې لګولي د نړیوالو له نظره غیر مشروع وګڼل شي.

امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې اعلان وکړ چې د ایران او نړیوالو له اټومي موافقې څخه وځي.

تر هغه وروسته، امریکا خپل ټول بندیزونه پر ایران له سره ولګول.

سره له دې چې ایران مکرراً له دې کبله اروپايي هېوادونو ته شکایت کړی خو د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته یې د بندیزونو پر ضد نارې لا چټکې کړې.

ایران د منځني ختيځ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس له امله راغلې وبا تر ټولو ډېر زیات ځپلی دی.

د دې بحران په اوج کې، امریکا ایران ته وړاندیز وکړ چې مرستې به ور ولېږي.

خو ایران دامریکا وړاندیز رد کړ او ایراني چارواکو وویل چې دوي مرسته نه غواړي بلکه له امریکا غواړي چې به داسې وضعیت کې چې یو بشري ناورین پېښ شوی، بندیزونه لرې کړي.

خو امریکا یې غوښتنه نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG