د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ایران د خپلو خوشې شویو بندیانو رخصت وغځاوه


ارشیف، ایران کې یو شمېر بندیان
ارشیف، ایران کې یو شمېر بندیان

ایران د هغو بندیانو رخصتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په ترڅ کې خوشې شوي وو، یوه بله میاشت غځولې ده.

د ایران حکومت نږدې یوه میاشت مخکې لسګونه زره بندیان له دې وېرې چې کرونا ویروس زندانونو ته سرایت ونه‌کړي، په موقتي ډول کورونو ته رخصت کړل.

ولسمشر حسن روحاني دا اعلان له هغې مخکېنۍ پرېکړې وروسته کوي چې د ګواښونو کمولو لپاره د اکثر هټیو په ګډون د تجارتي کاروبار بیا پیل ته به اجازه ورکړي، خو ښاغلي روحاني زیاته کړه چې جوماتونه او دیني مرکزونه به د دوو نورو اوونیو لپاره بند وي، خو د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو د راټولېدو په اړه پرېکړه به وروسته اعلان شي.

ایران تأیید کړې ده له ۸۲ زیات خلک په کرونا ویروس اخته دي او له پنځو زرو زیات کسان له دې کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG