د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ ته ورسېد


ارشیف
ارشیف

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۳ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، د دې پېښو په ثبت سره په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته ورسېده.

د دې وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۳۱» په کابل کې خبریالانو ته وویل د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې وویل: " په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په کابل کې ۳۱، بلخ کې ۱۶، کونړ ولایت کې ۶، په هرات کې ۴، بغلان کې ۳ او جوزجان، فاریاب، او لغمان ولایتونو کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوې."

ښاغلی مایار وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسه د کرونا ویروس څخه روغ شوي چې له دې سره په ټول هېواد کې د روغ شویو کسانو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار

د نوموړي په خبره تر دا مهاله د کرونا ویروس له امله ۳۳ کسه مړه شوي دي.

په ورته وخت کې په سمنګان ولایت کې بیا د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر صفر ته راښکته شوی.

د دې ولایت عامې روغتیا رئیس امیر خلیل مصدق د یکشنبې په روځ ازادي راډيو ته وویل، په سمنګان ولایت کې په کرونا ویروس اخته څلور کسان بېرته روغ شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په سمنګان ولایت کې چې ۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې له ډلې یې ۴ کسان بېرته روغ شوي او د ۲ نورو کسانو پېښې هم منفي دي چې له دې سره موږ په سمنګان ولایت کې تر دا مهاله د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نه‌لرو، خو مشکوکې پېښې لرو چې تر اوسه‌یې نتیجې نه‌دي راغلي."

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دوی له المان هېواد څخه د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یو شمېر روغتیايي توکي هم پېرلي دي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دې روغتیايي توکو کې د وینتلېتور الې (مصنوعي ساه دستګاه) او هغه توکي چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي او د اخته کسانو د درملنې لپاره اړین دي شامل دي چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به افغانستان ته راورسېږي.

د کرونا د مخنیوي لپاره د کابل ځینې برخې دوا پاشي کول
د کرونا د مخنیوي لپاره د کابل ځینې برخې دوا پاشي کول

په افغانستان کې د کرونا ویروس د لا خپرېدو په اړه اندېښې مخ په زیاتېدو دي او له همدې امله یو شمېر کسانو خپل شخصي جایدادونه د کرونا ویروس د ناروغانو د قرنطین او درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت او همغږو کوونکو ادارو په واک کې ورکړي.

په یو تازه اقدام کې د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم د یکشنبې په ورځ خپل یو ۵ پوړیز کور په همدې هدف کابل ښاروالۍ ته وسپاره.

XS
SM
MD
LG