د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ګرجستان کې ۱۰ ورځنی ګرځ‌بندیز اعلان شو


ګرجستان
ګرجستان

د ګرجستان په پلازمېنه او درېیو لویو ښارونو کې د نن سهار له نهو بجو د خلکو پر تګ راتګ بندیز شو.

دا بندیز د ۱۰ ورځو لپاره دی.

د ګرجستان حکومت دا پرېکړه تر هغه وروسته وکړه چې په یوه ورځ کې یې د کرونا ویروس تر ۳۰ زیاتې نوې مثبتې پېښې ثبت کړې.

د دې هېواد صدراعظم پرون د اپرېل په ۱۴مه، وویل چې کابینې پرېکړه کړې چې پلازمېنه تبلیسي او درې نور لوي ښارونه (بتومي، کوتایسي او روستاوي) قرنطین شي.

خلکو ته ویل شوي چې له دې ښارونو وتلئ یا ورننوتلئ نه‌شي.

د ګرجستان حکومت له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره دا کار کړی دی.

په دې هېواد کې بېړنی حالت د مارچ په ۲۱مه نېټه اعلان شو.

خو د ګرجستان صدراعظم، جیورجي ګاخیرا ویلي چې ښايي د بېړني حالت وخت د مې میاشتې تر ۱۰مې تمدید شي، خو دا پرېکړه باید په پارلمان کې تأیید شي.

XS
SM
MD
LG