د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د پیسو نړیوال صندوق د نړۍ اقتصاد ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه


د پیسو نړیوال صندوق لوګو
د پیسو نړیوال صندوق لوګو

د پیسو نړیوال صندوق په خپل نوي راپور کې چې پرون‌یې خپور کړ، د نړۍ اقتصاد ته د کرونا ویروس له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د دې راپور له مخې به شتمن هېوادونه ډېر وځپل شي او د افغانستان په څېر د یو شمېر کمزورو اقتصادونو ستونزه به دا وي چې دغه ووړ اقتصاد به‌یې هم خراب شي.

د پیسو نړیوال صندوق یا "ای‌اېم‌اېف" وړاندوینه کوي چې د نړۍ اقتصاد به روان کال منفي ۳،۱ په سلو کې وي او راتلونکی کال به مثبت ۵،۸ ته ورسېږي.

د پیسو نړیوالې ادارې مرکزي دفتر یو انځور
د پیسو نړیوالې ادارې مرکزي دفتر یو انځور

په نړۍ کې د کرونا ویروس تر خپرېدو مخکې "ای‌اېم‌اېف" وړاندوینه کړې وه چې روان کال به د نړۍ اقتصاد ۳،۳ فیصده وده کوي.

تر ډېره د لوېدیځو هغو هېوادونو د اقتصاد د ځپل کېدو وړاندوینه کېږي چې هلته کرونا ویروس نسبتاً زیات خپور شوی دی، لکه د امریکا متحده ایالات چې تر بل هر هېواد تر اوسه په‌کې په کرونا د اخته کسانو شمېر زیات دی، اقتصاد به‌یې له اټکل سره سم ۵،۹ فیصده منفي وي، په اسپانیا کې تر متحده ایالاتو وروسته ډېر کسان په کرونا اخته دي هلته به اقتصادي منفي اته وي.

نیویارک
نیویارک

په ایتالیا کې چې په اسپانیا پسې ډېر خلک کرونا نیولي دي، اقتصاد ۹،۱ فیصد منفي وي، ورپسې فرانسه ده چې اقتصاد به‌یې ۷،۲ فیصده منفي وي او د جرمني د اقتصاد اټکل داسې کېږي چې اووه فیصده به منفي وي.

په اسیایي هېوادو کې د کرونا ویروس په اصلي ټاټوبي چین کې چې د اقتصاد وده‌یې له څو لسیزو راهیسې خورا لوړه وه، روان کال به ۱،۲ فیصده وي. تېر کال دا وده ۶،۱ ته رسېده.

ارشیف
ارشیف

ایران بل هېواد دی چې په اسیا کې تر نورو ډېر کسان تر دې دمه په کرونا په‌کې اخته دي، دغه هېواد چې په تېرو درېیو کلونو کې یې اقتصادي وده سر په سر منفي ده روان کال به د کرونا ویروس له امله اقتصاد ډېر سخت وځپل شي.

ښایي د نړۍ اقتصاد نور هم خراب شي که چېرته د کرونا ویروس مخه ونه‌نیول شي. د "ای‌اېم‌اېف" د راپور له مخې بندیزونو، د تجارتي سیمو بندېدو، په ټولنیزه کچه فاصلو او د سفر بندېدو د نړۍ اقتصاد ځپلی دی او په میلیونونو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان او پاکستان اقتصاد به سږ کال د راپور له مخې ۳،۵ فیصده ولوېږي حال دا چې تېر کال د دې هېوادونو اقتصاد نږدې درې فیصده وده کړې وه.

د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه کړې ده چې له ۱۹۳۰ کلونو راوروسته چې هغه وخت هم یوه ساري ناروغي خپره شوې وه، تر بل هر وخت به سږ کال د نړۍ د اقتصاد لپاره سخت کال وي.

XS
SM
MD
LG