د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

پاکستان خپلې عمده اقتصادي څانګې پرانیزي


ارشیف، پاکستان کې ګوادر بندر
ارشیف، پاکستان کې ګوادر بندر

پاکستان په پام کې لري چې د دغه هېواد عمده اقتصادي څانګې بېرته پرانیزي.

دا اعلان له هغه وروسته کېږي چې د کابینې یوه وزیر خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس له کبله درول شوي اقتصادي فعالیتونه به ۱۸ میلیونه وګړي بې‌کاره او د پاکستان څه باندې نیمایي وګړي به بې‌وزله کړي.

د روانې اوونۍ په پيل کې پاکستان ویلي و چې د اپرېل په ۱۴مه به د کرنې سکټور او د سمنټو او فولادو د تولید چارې بېرته پيل کړي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عاشق اعوان نن وویل، د دغه هېواد حکومت هوډ کړی چې ځیني اقتصادي فعالیتونه چې میلیونونه کسان په‌کې کار کوي، له سره فعال کړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې دا مهال د پاکستان شااوخوا ۴۰ فیصده وګړي له بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي.

پاکستان په دې وروستیو کې د ۷ میلیارده ډالرو په ارزښت د ژغورنې یوه طرحه جوړه کړه او دغه‌راز تمه لري چې ۳ میلیارده ډالره به له مرسته کوونکو هېوادونو ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG