د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

واشنګټن پوسټ: د بندیانو خوشې کېدل یوجهته او هدف‌یې د ښه نیت څرګندول دي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېفېنس پوسټ

د امریکا انلاین خپرونې ډېفېنس پوسټ په دې باب لیکلي چې حکومت د چهارشنبې ناوخته د دغو ۱۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو اعلان وکړ.

تر دې مخکې طالبانو ویلي وو چې په کابل کې د دوی تخنیکي ډله د بندیانو پر تبادله په نورو مذاکرو کې برخه نه‌اخلي او دوی خپله دا ډله بېرته ورغواړي.

د طالبانو تخنیکي ډلې د اول وار لپاره د مارچ پر ۳۱مه په کابل کې له حکومتي مشرانو سره وکتل او د بندیانو پر تبادله‌یې بحث وکړ چې د ملي امنیت شورا په حواله د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغو مذاکرو څارنه کوله.

د بندیانو پر تبادله خبرو یوه اوونۍ دوام وکړ او دواړه لوري تر ډېره توافق ته نه‌و رسېدلي.

  • واشنګټن پوسټ

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې پر همدې موضوع په یوه خپره کړې لیکنه کې ویلي: "افغان حکومت دا ۱۰۰ طالب بندیان په داسې حال کې خوشې کوي چې تر دې یوه ورځ مخکې یعنې د سې شنبې په ورځ د بندیانو پر تبادله خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شوې وې."

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه افغان چارواکي چې له دغو تحولاتو خبر دی، خبرې رااخیستې چې ویلي‌یې دي، د بندیانو "دا خوشې کېدل یو جهته او هدف‌یې د حکومت د ښه نیت څرګندول دي."

دغه چارواکي د نوم نه‌ښوولو په شرط ځکه خبرې کړي چې له رسنیو سره‌یې د دغو جزئیاتو د شریکولو اجازه نه‌درلوده.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه پر همدې موضوع به بله مقاله کې وايي، طالبانو د سې شنبې په ورځ د بندیانو پر تبادله د مذاکرو د بندولو د اعلان ترڅنګ افغان چارواکي د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له کلیدي برخې چې د بندیانو د تبادلې په اړه ده، په سرغړونې تورن کړل.

د هغې موافقې له مخې چې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې د فبرورۍ پر ۲۹مه لاسلیک شوه، حکومت به د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او طالبان به ۱۰۰۰ تنه اسیر شوي پوځیان او دولتي کارکوونکي خوشې کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې تر لاسلیک وروسته باید د څو ورځو په جریان کې په زرګونه بندیان خوشې کېدلای، خو حکومت لوجستیکي محدودیتونو ته په پام سره، پر دغه ټاکل شوي مهلت انتقاد کړی دی.

  • وال سټریټ ژورنال

بلې امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال ته هم دا موضوع مهمه ښکاره شوې او په یوه لیکنه کې وايي، طالبانو له حکومت سره د بندیانو پر تبادله د مذاکرو له بندولو سره د سولې پروسې په وړاندې بل خنډ جوړ کړ.

ورځپاڼې د ملي امنیت شورا یوې اعلامیې ته هم اشاره کړې چې په‌کې ویل شوي، له مذاکرو د طالبانو تر شا کېدل د سولې په اړه د دوی د جدیت کموالی ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د مارچ پر ۲۳مه، کابل ته د سفر پر مهال له حکومتي مشرانو غوښتنه کړې وه چې خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدي او د سولې پروسې ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې ټاکل شوې وه بین‌الافغاني مذاکرې میاشت مخکې یعنې د مارچ پر ۱۰مه پیل شي.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه زیاتوي، د دې موافقې د شرایطو له مخې به امریکا خپل ټول پوځیان د ۲۰۲۱م کال تر جولای میاشتې له افغانستانه باسي، طالبان به په بدل کې دا ډاډ ورکوي چې افغانستان به بیا د ترورېستي حملو لپاره د خوندي مرکز په توګه نه‌کارول کېږي.

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG