د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

ایا د سولې بهیر په نیمه لار کې بېرته پر شا روان شو؟


کورنۍ ورځپاڼې
کورنۍ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننۍ ګڼو کې تر ډېره د سولې بهیر او له کرونا ویروس سره د ناسمې مبارزې په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، "ایا د سولې بهیر په نیمه لار کې بېرته پر شا روان شو؟"

وړاندې راغلي، واقعیت دا دی چې حکومت د دغه بهیر د ځنډولو او ان شنډولو هڅې کوي.

سرمقاله لیکونکي لیکلي، اوس پوښتنه دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې برخلیک به څه کېږي؟

ویسا ورځپاڼه لیکلي، که د امریکا د سیاسي چارواکو څرګندونو ته ځیر شو ظاهراً پر دې ټینګار کوي چې د حکومت سیاسي لانجې باید ژر حل او ټول‌شموله حکومت جوړ شي.

خو په باور یې، جنرال مېلر او نور پوځي چارواکي بیا ډېر پر دې زور راوړي چې دوی به د پخوا په څېر د طالبانو پر خلاف د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. چې د سرمقاله لیکونکي په باور، دغه دوه ګونی چلند بدګماني زیاتوي چې زموږ په سیاسي لانجو کې هم او د سولې په بهیر کې هم امریکا تر اوسه داسې اهداف تعقیبوي چې تعریف شوي نه‌دي.

د سرمقالې په وروستۍ برخه کې راغلي، که سیاسي جوړجاړی ونه‌شي او له طالبانو سره د سولې بهیر بېرته شنډ او ناکام شي، پړه به‌یې پر غني، عبدالله، طالبانو او په ټوله کې پر افغانانو وي، قرباني او درنه بیه به‌یې مظلوم افغانان ادا کوي، امریکا او متحدین به‌یې د لوبې په بل پړاو کې بیا هم برلاسي روان وي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا ټینګار کړی، چې "طالبان دې د سولې لپاره د اوربند وړاندیز ومني!"

وړاندې راغلي، سره له دې چې د سولې لپاره ټول فرصتونه رامنځته شوي او د کرونا ویروس هم بله انساني ضد او بشري ضد پدیده ده، نو په ملي او نړیواله کچه له طالبانو غوښتنه کېږي چې نور وینه تویول بند کړي او د سولې له بهیر سره یوځاى شي،

افغان حکومت د دې لپاره بشپړ چمتووالى لري او که د سولې لړۍ مخکې لاړه شي، نو د طالب بندیانو د خوشې کولو طرحه به هم په بشپړه توګه عملي کړي.

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې کرونا ویروس جدي ګواښ دى اوس ملي او نړیوالې ګډې هڅې دا دي چې د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي، طالبان باید دې ته په پام سره اوربند وکړي چې د دغه نړیوال افت پر ضد مبارزې ته لاره پرانیستل شي، ځکه د طالبانو له‌خوا د کرونا ویروس پر ضد طبی ډلې له ستونزو سره مخ دي او د دې ناروغۍ کنټرولول ستونزمن کار دى.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا چې د نړۍ په هر هېواد کې د اوربند نړیوالې غوښتنې ننګه شوې، نو که په افغانستان کې دا غوښتنه ونه‌منل شي، نو بیا به د جګړې پړه د هغې ډلې پر غاړه وي چې دا غوښتنه نه‌مني او دا به جنګي جنایت وپېژندل شي!

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې لیکلي، خلک له کرونا سره د ناسمې مبارزې لپاره له حکومت څخه ناراضه دي او په وینا یې همدا اوس په هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص کېټونه خلاص شوي او لابرتواري معاینات درول شوي دي.

وړاندې راغلي، کابل کې بیا د کرونا ویروس مشکوک ناروغان د کېټونو د کمښت له امله له روغتون څخه بېرته کورونو ته ورځي، له بلې خوا په تورخم کې له معایناتو پرته خلکو ته اجازه ورکول کېږي او په ښارونو کې قرنطین سم نه‌پلی کېږي، نو په باور یې دغو مسایلو ته په کتو به یاد ویروس یو لوی بحران رامنځته کړي.

ورځپاڼې لیکلي، اړو کسانو ته د مرستې رسولو لړۍ ښه مدیریت ناسم دی او په وینا یې اقتصادي بحران به هېواد له سختو کړکېچونو سره مخ کړي.

سرمقاله لیکونکي د هرات د یوې سیمه‌ییزې راډیو خبرې را اخیستي چې پرون یوې کورنۍ د خپل ناروغ د جسد ایستلو لپاره د روغتون مسؤلینو ته ٧٠٠٠ افغانۍ ورکړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، په نورو هېوادونو کې ولسمشران او لومړي وزیران د اضطراري کمېټې په راس کې ځکه دي چې هغوی پوهېږي هر ډول بې‌تفاوتي کولای شي هېواد له بحران سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG