د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

کابل کې د ګرځ‌بندیز د جدي عملي کېدو په اړه د مسعود اندرابي خبرداری


د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل پولیسو ته هدایت ورکړی چې سر له سبا په کابل ښار کې ګرځ‌بندیز په جدي ډول عملي کړي.

په هغه وېډیو کې چې د دغه وزارت له‌خوا ازادي راډیو ته رسېدلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي کابل پولیسو ته په خطاب کې ویلي چې له امنیتي و رسنیز، روغتیايي او مخابراتي کارکوونکو پرته او دغه‌شان هغه کسان چې ناروغان دي یا هم د خوراکي موادو اړتیا وي ورته نور هېڅ‌څوک په ښار کې ګرځېدو راګرځېدو ته پرې نه‌ږدي.

ښاغلي اندرابي په ځانګړي ډول ویلي چې دا ګرځ‌بندیز باید په دولتي مأمورینو چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره رخصت او په کرونو کې قرنطین دي په جدي ډول عملي شي او د سرغړونې په صورت کې به خپلو اړوندو وزارتونو ته معرفي شي چې قانوني چلند ورسره وکړي.

ښاغلي اندرابي دغه‌شان ویلي چې قرغې او دغه‌شان جلال‌اباد او د کابل شمال ته غځېدلې لارې چې خلک د مېلو لپاره ورځي د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ۱۶۰۰ پولیس او ۴۰۰ د پولیسو موټرې د ګرخ‌بندیز عملي کېدو ته توظیف شوي دي.

XS
SM
MD
LG