د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

وحید عمر: حکومت چمتو نه‌دی له قید او شرط پرته طالب زندانیان خوشې کړي


د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر
د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر

د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وايي، حکومت چمتو نه‌دی چې له قید او شرط پرته طالب زندانیان ازاد کړي.

ښاغلي عمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۹» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د حکومت دریځ روښانه دی او د سولې د مذاکراتو برخه‌یې بولي.

وروسته هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې د دوی پلاوی نور د زندانیانو په تخنیکي غونډو کې ګډون نه‌کوي، افغان حکومت وايي، طالبان باید په دې اړه خپل دریځ نرم کړي.

د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار وحید عمر وویل: "موږ د زندانیانو ازادېدل او تبادله د مذاکراتو برخه بولو، طالبان دې هم یو قدام راواخلي، چمتو یو چې خبرې وکړو، دا پروسه لوړې ژورې لري، دا چې ویل کېږي په ۱۰ ورځو کې دې زندانیان ازادي شي، له قید او شرط پرته دې ازاد شي طبعاً چې داسې نه‌کېږي."

ښاغلی عمر زیاتوي له معمول سره سم په دا ډول مذاکراتو کې فضا دا شان وي چې ځیني وخت مقابل لوری ناراضه کېږي او مخالف دریځ نیسي، خو وروسته بیا هر څه بېرته سمېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په کابل کې د دوی درې کسیز پلاوي ته تازه سپارښتنه شوې، په هغه غونډو کې ګډون ونه‌کړي چې پایلې نه‌لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

هغه زیاته کړه: "کابل ته د زندانیانو د تثبیت او تصدیق لپاره ټیم لېږل شوی و، ځکه ژمنه شوې وه چې زندانیان به د مارچ په ۳۱مه ازادېږي، دغه پروسه تر اوسه ځنډېدلې ده، دوی ته سپارښتنه شوې، په داسې غونډو کې ګډون ونه‌کړي چې غونډه کېږي، خو پایله‌یې معلومه نه‌وي."

طالبانو د افغان حکومت له‌خوا د بنديانو د خوشې کېدو د څارنې لپاره خپله درې کسيزه ډله تېره سې شنبه کابل ته لېږلې ده.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د سيمه‌یيزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئيس عبدالمتين بېک د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته ویلي، د طالب بنديانو خوشې کېدل ځکه ځنډېدلي چې طالبانو د هغو ۱۵ کسانو خوشې کېدل هم غواړي چې په بشري ضد جنايتونو تورن دي.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، دغه کسان چې دوی یې اوس د خوشې کېدو غوښتنه کړې، د همدغو ۵۰۰۰ بنديانو له فهرست څخه ټاکل شوي دي.

نیول شوي طالبان
نیول شوي طالبان

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ د زندانیانو د خلاصون د بهیر په وړاندې باید پلمې جوړې نه‌شي.

د دغې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد ازادي راډیو ته وویل، د دغه بهیر ټکني کېدل به د بین‌الافغاني مذاکراتو مخ ډب کړي.

د هغې موافقې له مخې چې د فبرورۍ پر ٢٩مه په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ لاسليک شوې، ويل کېږي حکومت ٥٠٠٠ طالب بنديان او طالبان به‌یې په بدل کې ١٠٠٠ تنه دولت پلوه بنديان خوشې کوي.

XS
SM
MD
LG