د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

چین کې د کرونا ویروس له امله د زرګونه قربانیانو د ویر مراسم


په چین کې خلک له دود سره سم هر کال د اپرېل په ۴مه د ګینګ مینګ په نوم ځانګړي مراسم ترسره کوي.
په چین کې خلک له دود سره سم هر کال د اپرېل په ۴مه د ګینګ مینګ په نوم ځانګړي مراسم ترسره کوي.

چین پرون د اپرېل په ۴مه، په هغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله د زرګونه کسانو په مړینه د ملي ویر مراسم ترسره کړل.

خو د نړۍ په نورو برخو کې لا هم دا خطرناک ویروس د خپرېدو په حال کې دی، په ځیني هېوادونو کې باید اوج ته ورسېږي، د ډېرو خلکو د مرګ وېره خوره ده او سخت اقتصادي تاوان‌یې رسولی دی.

په چین کې خلک له دود سره سم هر کال د اپرېل په ۴ مه د ګینګ مینګ په نوم ځانګړي مراسم ترسره کوي او د خپلو مړو عزیزانو د درناوي لپاره هدیرو ته ځي.

په دې ورځ، باید له دود سره سم، خلک د خپلو عزیزانو قبرونه پاک کړي.

خو د چین حکومت پر خلکو غږ کړی چې لږترلږه د اپرېل د میاشتې تر پایه دې دا مراسم نه‌ترسره کوي.

کرونا ویروس تنفسي ناروغي پيدا کوي.

دا ویروس د چین له ووهان ښاره راپیدا او تقریباً ټولې نړۍ ته خپور شو.

په ووهان کې خلکو ته ویل شوي و چې د دودیزو مراسمو د پر ځای کولو لپاره د هدیرو له کارکوونکو مرسته وغواړي او خپله دې هدیرو ته له تګه ډډه وکړي.

د چین حکومت پرون وویل چې په هغه هېواد کې ټولې ۸۲۵۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او ۳۳۳۰ تنه مړه شوي دي.

خو څارونکي ګومان کوي چې د چین حکومت د قربانیانو اصلي شمېر پټ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون پرون وویل چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته وګړو شمېر له ۱،۱ میلیون اوښتی او نږدې ۶۱ زره وګړي مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG