د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

ډونالډ ټرمپ: روسیه او سعودي د تېلو تولید کموي


ټرمپ
ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي له روسیې او سعودی عربستان سره د تېلو د تولید د کمولو د یوې نوې موافقې منځګړیتوب یې کړی دی.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د روسیې له ولسمشر ولادیمير پوتین او د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره یې پرون پر دې موضوع خبرې کړې دي.

خو په دې اړه جزییات نه شته، چې د تېلو د تولید کمول او د هغو د بیو د سخت ټیټېدو مخنیوی به څومره نتیجه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي: "زه تمه او هیله لرم چې دوی به د اټکل له مخې د تېلو تولید ۱۰ ملیونه بېرله یا تر دې هم زیات کم کړي، که داسې وشي، دا به د تېلو او ګازو صنعت ته ستر کار وي."

ولسمشر ټرمپ ویلي روسیه او سعودي عربستان ښايي د تېلو تولید د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ میلیون بېرلو کم کړي، چې د نړۍ د تېلو د عرضې له ۱۰ تر ۱۵ فیصدو جوړوي.

دغې اندازې ته د تېلو کمول به د اوپیک یا د تېلو صادروونکو هېوادونو سازمان او د هغه له شریکانو پرته د نورو هېوادونو شراکت ته هم اړتیا ولري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې، چې سعودي عربستان او روسیې ته یې کوم امتیاز نه دی منلی، ځکه امریکا هم د تېلو د داخلي تولیداتو پر کمولو سلا کړې ده.

په داسې حال کې چې کرونا ویروس د نړۍ بېلابېلو برخو ته خپور شوی، روسیې او سعودي عربستان د تېرې میاشتې په لومړیو کې د تېلو پر تولید په موافقه کې تر پاتې راتلو وروسته د نظر اختلاف درلود.

کرونا ویروس هغه وخت لا وضعیت بدتره کړ، چې اقتصادي فعالیت یې په ټپه ودراوه او د تېلو بیې یې خورا ټیټې کړې.

د روسیې د انرژۍ وزیر الکساندر نوواک نن جمعه وویل، مسکو د تېلو د تولید د زیاتولو پلان نه لري او تیار دی، د بازارونو د ثابت په خاطر د تېلو د صادروونکو له سازمان یا اوپیک او نورو تولیدوونکو سره همکاري وکړي.

سعودي عربستان د اوپیک سازمان د غړو او نورو هېوادونو چې د سازمان غړیتوب نه لري، د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې ده، چې هدف یې د تېلو د بازارونو د باثباته کولو لپاره پر یوه منصفانه موافقه سلا کېدل ښوول شوي دي.

بلخوا په پام کې ده، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د تېلو د صنعت له اجرائیه مشرانو سره وګوري.

XS
SM
MD
LG