د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

ګارډین: څوک غواړي چې په پردۍ ځمکه مړ شي؟


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د کرونا ویروس پر خپرېدو، د دې هېواد د عامې روغتیا کمزوري سیستم او د بهرنیو مرستندویه ادارو پر فعالیت یوه مقاله خپره کړې ده.

ګارډین د کرونا ویروس له امله د راغلې وبا ترڅنګ درېیو مهمو مسئلو ته اشاره کړې چې هغه په افغانستان کې د بهرنیو غیر دولتي مرستندویانو کمېدل، افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راروان سېل او له افغانستان سره د مالي مرستو د کمولو لپاره د امریکا پرېکړه او په دې هېواد کې کمزوری روغتیايي سیستم دی.

ایران د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې سخت د کرونا ویروس له امله ځپل شوی او یو شمېر افغان کډوال چې له ایرانه راستانه شوي ادعا کوي چې په هغه هېواد کې افغان کډوالو ته حتی روغتون ته د تګ او هلته د معاینې یا درملنې اجازه هم نه‌ورکول کېږي.

ایراني چارواکو رسماً دا خبر نه‌دی تأیید کړی، خو هره ورځ افغان کډوال جوپه جوپه له ایرانه پر پوله هرات ته راځي.

ګارډین په هرات کې د ګذرګاه په نوم د هغو کډوالو له مرکزه چې له ایرانه راستانه شوي، په راپور کې د یونس په نوم د یوه ۱۷ کلن افغان هلک د برخلیک په اړه لیکلي چې هغه په یوه تشه خونه کې، له یو نازک تلتک سره پروت دی. د ګارډین په لیکنه، په دې لویه دښته کې د شپې یخ د انسان هډوکي وچوي.

یونس ګارډین ته ویلي چې تېر کال ایران ته د کار لپاره تللی و او په تهران کې یې د برقي سامانونو جوړولو کار کاوه، خو کله چې د کرونا ویروس خپور شو، له وېرې بېرته افغانستان ته ستون شو. یونس ویلي چې په ایران کې ډېر کډوال بې‌کاره شوي او بله هېڅ د ژوند لاره نه‌لري. نه خدمات شته او نه پيسې، نو په داسې حالت کې ټول افغانستان ته ستنېږي.

یونس ویلي، په ایران کې سخت وډار شوم، څوک غواړي چې په پردۍ ځمکه مړ شی؟

په ایران کې نږدې دوه میلیونه افغانان په غیر قانوني ډول اوسي او یوازې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې ۱۱۵ زره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دی.

د هرات والي له ګارډین سره په مرکه کې ویلي چې تر نیمايي زیات دا کډوال ښایي کرونا ویروس ورسره راوړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې د بېړنیو حالاتو مشر، نیکولاس بيشوپ ګارډین ته ویلي: "افغانستان ۴۰ کاله په جنګ کې و. په کور دننه زرګونه کسان بې‌ځايه شوي، په روغتونو کې وضعیت ډېر سخت دی او په داسې حال کې له ایرانه د کډوالو راتګ، خلک تعلیم، دوا، روغتون او داسې نور بنیادي امکانات نه‌لري.

ګارډین په هرات کې د ډاکتر علي خبرې راخیستي چې وايي په وروستیو ورځو کې زیات شمېر ډاکتران او نرسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.

علي ویلي، موږ د دې بحران لپاره هېڅ تیاری نه‌لرو.

ډاکتر علي ویلي چې وضعیت ډېر تاریک ورته برېښي.

پر ورته مسئله، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) یوه مقاله خپره کړې او په هغه کې يې د افغانستان پر حکومت او طالبانو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو له سازمان سره لاس یو کړي او د میلیونو افغانانو لپاره چې سخت د کرونا ویروس تر خطر لاندې دي، روغتیايي امکانات برابر شي.

هیومن رايټس واچ لیکلي چې په افغانستان کې دننه بې‌ځایه شوي خلک او د هغو سیمو اوسېدونکي چې هلته کلینیکونه او روغتونونه نه‌شته، د مرستو لپاره سخت محتاج دي.

دې سازمان لیکلي، په داسې وخت کې چې ملیونونه افغانان د (کوویډ-۱۹) ناروغۍ تر ګواښ لاندې دي، د افغانستان چارواکي د خپلو داخلي لانجو غم اخیستي او وسله‌وال طالبان د ځان د مخکې کولو هڅې کوي.

د دې ادارې د اسیا د برخې مرستیالې مشرې پتریشا ګاسمن لیکلي: "دواړه، حکومت او طالبان باید په ګډه له ملګرو ملتونو او د بشري مرستو له نورو ادارو سره کار وکړي څو ټول افغانستان ته صحي مرستې ورسېږي که نه دا خراب وضعیت به په یوه فاجعه بدل شي."

XS
SM
MD
LG