د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

'تېر میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی'


کابل کې د بشر حقونو کمېسیون مرکزي دفتر- ارشیف
کابل کې د بشر حقونو کمېسیون مرکزي دفتر- ارشیف

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تېر ۲۰۱۹ کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د وړم کال په پرتله زیات شوی دی.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په تېرو دوو ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه راپور خپور کړی.

په دې راپور کې راغلي، په ۲۰۱۹ کال کې د ۲۰۱۸ کال په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی ۸،۴ فیصده زیات شوی دی.

راپور زیاتوي، په ۲۰۱۹ کال له ښځو سره د تاتریخوالي ۴۶۹۳ قضیې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۴۳۲۹ وه.

راپور له ښځو سره د تاوتریخوالي ډولونو ته اشاره کړې او لیکي، په ۲۰۱۹ کال کې ژبنی او اروايي تاوتريخوالی د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۴،۲ فيصده زيات شوی، خو د تاوتريخوالي نور ډولونه لکه، اجباري نکاح، په بدو کې د ښځو ورکړه او د واده په پلمه د ښځو پېر او پلور ۴،۲ فيصده کم شوی دی.

له ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په دې دوه کلني راپور کې د تاوتریخوالي بڼې یا نوعیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي، په ۲۰۱۹ کال کې د تاوتریخوالي له ټولو ۴۶۹۳ پېښو څخه ۱۳۳۵ یې جسمي، ۱۹۴ یې جنسي، ۱۷۸۳ یې ژبنی، ۸۴۴ یې اقتصادي او ۴۳۷ یې د تاوتریخوالي نور ډولونه دي.

راپور زیاتوي، د وړم ۲۰۱۸ کال په پرتله په ۲۰۱۹ کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخه کې د وهلو ټکولو، وژنو او د صحرايي محکمو قضیې زیاتې شوي، خو د جنسي ځورونې پېښې بیا یوازې ۱ فیصد کموالی ښيي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کې د ښځو د ملاتړ کمېشنرې شبنم صالحي د تاوتریخوالي د زیاتېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د امنیت نشتون، د دولت ضعیف حاکمیت، له مجازاتو څخه د بخښنې کلتور، له دندې ناوړه ګټنه، اداري فساد، د تاوتریخوالي اړوند قضیو کې د بانفوذه کسانو مداخله، په ځانګړي ډول په ولایتونو او ولسوالیو کې، له خلکو سره د غیر قانوني وسلې شتون، له مجرمینو سره جدي چلند نه کول، د کورنیو له‌خوا د قربانیانو نه ملاتړ، د عامه پوهاوي نه تر لاسه کول، د نشه‌يي توکو کارول او فقر و بیکاري له ښځو سره د تاوتریخوالي د ډېرېدو عمده لاملونه دي. "

په راپور کې د ښځو وژنې ته اشاره شوې او راغلي، کمېسیون په ۲۰۱۹ کال کې د ښځو د وژنې ۲۳۸ قضيې مستندې کړې دي چې ۹۶ پېښې ناموسي وژنې دي.

د راپور پر بنسټ دا شمېره بیا په ۲۰۱۸ کال کې ۲۶۱ وه.

په راپور کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کېد ښځو د وژنو فیصدي ۴۸ سلنه ښودل شوې ده.

د راپور پر بنسټ، په ۲۰۱۹ کال کې ۱۳ صحرايي محکمې شوي چې ټولې یې په غور او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې دا شمېره ۱۰ ښودل شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت هم مني چې له ښځو سره تاوتریخوالی د تېر په پرتله زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاندې رویا دادرس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي د ثبت شویو قضیو زیاتوالی د اندېښنې وړ نه دی.

هغې زیاته کړه: "د ادارو ترمنځ کم کاري شته، موږ نه شو ویلای له ټولو هغو کارونو چې شوي موږ راضي یوو، موږ سره له دې چې عدالت غوښتنه هم کړې، ولې ادارې شته چې له موږ سره یې په دې برخه کې مستقیمه همکاري نه ده کړې، دا ستونزه په ټولو دولتي ادارو کې شته."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه کلن راپور خپروي چې د ښځو ملاتړي بنسټونه نیوکه کوي چې د افغانستان حکومت لا هم د هغو قضیو په څېړنه کې پاتې راغلی، په کومو کې چې په ښکاره ډول له ښځو سره زور زیاتی شوی دی.

د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه وايي، حکومت باید له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره بنسټیز اصلاحات راولي او تر خوا یې د رهبرۍ په کچه د ښځو ونډې ته هم پام زیات کړي.

XS
SM
MD
LG