د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

فارین پالېسي: افغانستان تر درې لسیزې مخکې اوس ډېر په بهرنیو مرستو ولاړ دی


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • فارین پالېسي

فارین پالېسۍ خپرونې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د مالي مرستو د کمېدو د اغېزې په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو تېره اوونۍ اعلان وکړ چې سږ کال به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي او په راتلونکي کال کې به هم ورته کار کوي.

واشنګټن دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپيو تېره دوشنبه کابل ته په سفر کې د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ د روغې جوړې راوستلو هڅه وکړه، خو نتیجه‌یې ورنه‌کړه.

واشنګټن د مرستو د کمولو یو لوی علت هم د یوه ټول‌شموله حکومت په جوړولو کې د دغو افغان مشرانو نه جوړ راتلل په ګوته کړ.

فارین پالېسي د دې موضوع د څېړلو ترڅنګ له افغانستانه درې لسیزې مخکې د شوروي پوځیانو تر وتلو وروسته رامنځته شویو حالاتو ته هم اشاره کړې ده.

د خپرونې په وینا، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستان څخه د پخواني شوروي سرتېرو وتل د هغه وخت د حکومت د سقوط اصلي دلیل نه‌و.

د مخکېني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله په مشرۍ حکومت په ۱۹۹۲ کې ړنګ شو. د فارین پالېسي خپرونې په لیکنه، له افغانستان څخه د پخواني شوروي ځواکونو وتل د دې لامل شو چې مجاهدین په ولایاتو او مواصلاتي لارو خپل کنټرول ټینګ کړي.

د لیکوال په وینا هغه وخت په افغانستان کې وضعه وروسته له هغه بدله شوه چې بهرنۍ مرستې بندې او بهر ته د طبیعي ګازو صادرات ودرېدل.

په دوام کې راغلي دولتي عسکر چې هغه وخت‌یې معاشونه نه‌و ترلاسه کړي یا یې دندې پرېښودې یا یې په ګمرکونو یا نورو عایداتي سرچینو د ولکې لپاره د مجاهدینو په لور ورواوښتل.

د مقالې د لیکوال په وینا د افغانستان پخوانی ولسمشر نجیب‌الله د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په میاشت کې د شوروي د مرستو تر بندېدو وروسته بې‌واکه کېدو ته اړ شو او مجاهدینو پلازمېنه کابل ونیو.

د فارین پالېسي په لیکنه افغانستان تر هغه وخته اوس ډېر په بهرنیو مرستو ولاړ دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د افغانستان حکومت او طالبانو تازه داسې اقدامات کړي چې ممکن دواړه لوري مخامخ خبرو ته نږدې کړي.

ورځپاڼې د بندیانو د خوشې کولو په اړه د دواړو لورو موافقې ته اشاره کړې ده.

د ورځپاڼې په لیکنه افغان حکومت او طالبانو وروسته له هغه څو ګامه واخیستل چې امریکا ګواښ وکړ چې په افغانستان کې سیاسي کړکېچ د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون پلې کېدا اغېزمنوي.

امریکا د همدغو سیاسي کړکېچونو په سبب د خپلو یو میلیارد ډالرو مرستې د بندولو اعلان هم وکړ.

طالبانو ویلي بین‌الافغاني خبرې به هغه وخت پیل شي چې د دوی پنځه زره بندیان د افغانستان له زندانونو خوشې شي. د دې ترڅنګ واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د نړیوال بانک وروستي راپور ته اشاره کړې چې ویلي یې دي افغانستان د کال اته میلیارد او ۵۰۰ میلیونه ډالره بهرنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د نړیوال بانک په خبره ان د امنیتي وضعې په بدلېدو سره به هم افغانستان بهرنیو مرستو ته اړ پاتې وي.

XS
SM
MD
LG