افغانستان
هلمند کې چاودنې ۸ ملکیان وژلي

د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۸ ملکي کسان وژلي.
د هلمند د والي وياند وايي پېښه نن سهار مهال شوې ده.
عمر ځواک ازادي راډيو ته وويل د ماين دغه چاودنه د موسی کلا ولسوالۍ اړوند د روشن ټاور سيمي ته نږدې شوې ده چې اته نفره هغه کسان چې د کوکنارو نېښ ته په يوه موتر کې روان ول، پهکي وژل شوي دي.
ځواک زياته کړه وژل شوي اته واړه ملکي کسان دي. هغه د ماين د خښولو پړه پر طالبانو ورواړوله، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: پر دې غور کوو چې طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژنو که نه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمیټې ته وویل چې متحده ایالات پر دې غور کوي چې ایا طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه وپېژني که نه.
د ټینیسي جمهوري غوښتونکي استازي له ده پوښتنه وکړه چې ایا امریکا به طالبان د "بهرني ترهګریز سازمان" په توګه طبقه بندي کړي؟
روبیو وویل: "زه باور لرم چې طبقه بندي اوس یو وار بیا تر بیاکتنې لاندې ده."
طالبان اوس مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بهرني ترهګریز سازمان (FTO) په توګه نه دي لیست شوي. د بهرني ترهګر سازمان په توګه طبقه بندي متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي چې په دا ډول ډلو کې د شاملو کسانو شتمنۍ کنګل کړي او له دوی سره راکړه ورکړه منع کړي.
د طالبانو حکومت هيڅ هیواد تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی خو یو شمېر هیوادونه لکه چین، له دوی سره سفارتي اړیکې لري.
ایران د پترولیم او ګازو په برخه کې له افغانستان سره صادراتو زیاتولو ته چمتو دی

د ایران د تیلو وزیر د طالبانو د کانونو او پترولیم له وزیر سره د لیدو پر مهال ویلي چې د حکومت پالیسي یې دا ده چې له ګاونډي هیوادونو سره اقتصادي اړیکې ژورې کړي، په ځانګړې توګه د تیلو او ګازو په برخه کې.
د ایران د تیلو وزارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلې ده. په اعلامیه کې راغلي چې د دې وزارت وزیر محسن پاکنجاد د سې شنبې په ورځ له هدایت الله بدري سره د لیدو پر مهال وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې د متقابلو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او افغانستان ته د پترولو محصولاتو پر صادراتو، د کاري ځواک پر روزنه، د ګازو پر صادراتو او د افغانستان د طبیعي ګازو د صنعت پر پراختیا ټینګار وکړ.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د طالبانو د کانونو وزیر هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ ایران ته سفر وکړ چې د کانونو سرچینو په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.
بدري، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دی، د کانونو متخصصینو او څیړونکو په دوهم نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي مشري کوي، چې روانه اونۍ په ایران کې ترسره کیږي.
د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی

د امریکا دفاع وزیر پیټ هیګسیت Pete Hegseth له افغانستانه د امریکايي پوځ وتلو ته د بیاکتنې امر کړی دی.
په یوه اعلامیه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، هیګسیت له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د بایډن ادارې پرېکړه "ویجاړونکې او شرمونکې" بللې ده.
ده دا پرېکړه د کابل نړیوال هوایی ډګر د ابی ګیټ په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکایي سرتیرو او ۱۷۰ ملکي وګړو د مړینې لامل وبلله.
هیګسیت زیاته کړې چې د عامه چارو لپاره د دفاع وزیر مرستیال او لوړ پوړي سلاکار شان پارنیل ته يې لارښوونه کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځ د وتلو په اړه د وزارت لپاره د بیاکتنې ځانګړی ټیم رامنځته کړي.
ولې د چایو نړیواله ورځ نمانځل کیږي؟

د مې ۲۱مه په نړۍ کې د چایو د ورځې په توګه نمانځل کیږي. دا ورځ ملګرو ملتونو د چایو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده چې د دې څښاک اهمیت او ارزښت پر نړیواله کچه نه یوازې له اقتصادي پلوه بلکې له کلتوري پلوه هم په ګوته کړي.
چای په ډیری ټولنو کې مانا لرونکی رول لوبوي. په افغانستان کې هم چای یو مهم څښاک دی.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې چای تر اوبو وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات مصرفېدونکی څښاک دی. داسې انګیرل کیږي چې د چای سرچینه د هند په شمال ختیځ، شمالي میانمار او سویل لویدیځ چین کې ده خو دقیق ځای نه دی معلوم چې دې بوټي لومړی ځل چیري وده کړې وه.
د ملګرو ملتونو پر پاڼه د چایو په اړه زیاته شوې چې داسې شواهد شته چې چای په چین کې ۵۰۰۰ کاله مخکې هم څښل کېدې.
د سمنګان ولایت په یوه کان کې په چاودنه کې ۷ کسان مړه شوي دي

په سمنګان ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی وايي چې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان ولایت د طالبانو د والي ویاند حشمت الله رحماني نن چهارشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا پیښه تېره شپه د دره صوف پایین ولسوالۍ د "ګولا" کلي په کان کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې د قربانیانو مړي د ماین له تونل څخه ایستل شوي او د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
رحماني د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل.
په تیرو وختونو کې ورته پیښو په سمنګان کې د ډبرو سکرو په کانونو کې د کارګرانو ژوند اخیستی و.
کارپوهان وايي چې دا ډول پیښې معمولا د میتان ګاز د راټولیدو او د غیر معیاري کانونو د ایستلو له امله رامنځته کیږي.
د م.م د کډوالو کمیشنري وايي افغانستان د بېرته راستنېدونکو کډوالو منلو ته چمتو نه دی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وایي، په روان کال کې ۷۸۰ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته ستانه شوي چې له دې ډلې یې څه باندې ۳۵۰ زره کسان له دغو هېوادونو په جبري توګه ایستل شوي دي.
دې ادارې د سېشنبې په ورځ (د غويي په ۳۰مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه کډوال داسې هېواد ته ستنېږي چې د نیمايي څخه زیات نفوس یې بشري مرستو ته اړتیا لري او د دوی منلو ته چمتو نه دی.
یادې ادارې د بودیجې د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې اوسمهال دوی یوازې تر ټولو اړینې بشري مرستې راستنېدونکو ته برابروي، چې هغه هم لنډمهالې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د راپور له مخې، له ۲۰۲۳ کال د سېپټمبر میاشتې راهیسې تر اوسه، له درې میلیونو زیات افغانان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو لپاره له دغه هېواد سره سیاسي او مالي مرستې وکړي.
اوچا وايي، سږ کال یې څه باندې ۷ میلیون افغانانو ته مرسته رسولې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې باید ښځو ته د بشري مرستو رسیدل تضمین شي او هغوی باید د مرستو په رسولو کې خوندي او پوره ګډون ولري.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو دوو میاشتو کې لږ تر لږه ۷.۱ میلیونه افغانانو ته یو ډول بشري مرسته رسول شوې ده.
دا اداره وایي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې تر ۵۰۰ زرو ډېرو کسانو مرستې ترلاسه کړي، چې ۸۹ سلنه یې د خوړو مرستې وې.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا مرستې د ۲۹۶ میلیون ډالرو په ارزښت له نويو مالي سرچینو او همداراز د ۲۰۲۴ کال له انتقال شوې بودجې څخه تمویل شوې دي. اوچا ټینګار کړی چې د افغانستان بشري اړتیاوې لا هم پر ځای دي او عملیاتي وضعیت "پیچلی" پاتې دی.
له امریکا ۶۸ کډوال په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته لاړل

د هندوراس او کولمبیا ۶۸ کډوال پرون (دوشنبې) د متحدوایالتونو له ټکساس ایالت څخه خپلو هېوادونو ته ستانه شول.
دا کسان د ټرمپ د ادارې له لوري د یوې نوې طرحې پر اساس په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه شول.
د یادې طرحې پر اساس، هغه کسان چې په ناقانونه توګه په امریکا کې اوسي، که په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته لاړ شي، د امریکا حکومت ورسره مالي ملاتړ کوي.
د مې میاشتې په پیل کې، د امریکا حکومت هغو ناقانونه کډوالو ته چې غوښتل یې په خپله خوښه بېرته لاړ شي، ۱۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې، کریسټي نوم، د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې هندوراس او کولمبیا ته په خپله خوښه د کډوالو لومړۍ جوپه روانه شوه.
له ایران او پاکستان څخه ۸۰۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه د دوشنبې په ورځ تر ۸۰۰ زیاتې کورنۍ افغانستان ته بېرته ستنې شوې.
د طالبانو تر ولکې لاندې د باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې له دې شمېر څخه، ۴۴۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا، ۷۹ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۱۰۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۱۷۲ کورنۍ د نیمروز د ورېښم پُل، ۹ کورنۍ د هلمند د بهرامچې، او یوه کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.
راپور زیاتوي چې دغو کورنیو ته د طالبانو له خوا مرستې ورکړل شوې دي.
په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان، څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او ایستلو لړۍ چټکه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو څلورو میاشتو کې تر ۴۷۲ زره زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول له ایرانه ایستل شوي دي.
پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بې اسناده افغان کډوالو ایستل پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو او همکارو نادولتي بنسټونو د سرحدي دروازو ترڅنګ د ستنېدونکو د هرکلي او لومړنۍ مرستو لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي دي.
افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه به موندنې ډېر ژر خپرې شي

د امریکا د دفاع وزیر وايي چې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په اړه ځینې موندنې به ډېر ژر خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیرپیټ هګسټ ددوشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د ناورین په اړه به د ځانګړې څېړنې ډلې ځینې موندنې به په راتلونکو ورځو کې خپرې شي.
هغه وويل چې موندنې به نن (سه شنبه) یا چهارشنبه خپرې شي.
د امریکا د دفاع وزیر په وینا، له افغانستان څخه د وتلو په اړه څېړنه به وخت ونیسي، خو دوی ژمن دي چې بشپړه څېړنه وکړي او ټول مسؤل کسان به ځواب ویونکي ووسي.
د امریکایي ځواکونو ناڅاپي وتل تل د امریکا د اوسني ولسمشر په ګډون د ډیرو نیوکو سره مخ شوي دي.
تېره اونۍ، منځني ختیځ ته د خپل سفر په جریان کې، ډونالډ ټرمپ، په قطر کې د العدید په هوايي اډه کې امریکایي سرتیرو ته په خپله وینا کې، یو ځل بیا وویل چې که هغه ولسمشر وای، نو د بګرام هوايي اډه به یې نه پریښوده، چې د هغه په وینا چین ته نږدې ده.
هغه یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه اوس مهال د چین په اشغال کې ده.
ډونالډ ټرمپ، چې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ په دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک کړ، مخکې له دې یې د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ناڅاپي وتلو باندې نیوکه کړې وه او دا یې د امریکا لپاره شرموونکې بللې وه.