د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

افغان حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره یو شمېر بندیان خوشې کوي​


په ارګ کې د ګرونا په اړه غونډه
په ارګ کې د ګرونا په اړه غونډه

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې به ډېر ژر یو شمېر کسان له زندانونو او توقیف‌ځایونو خوشې کړي.​

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د احتیاطي تدابیرو په ترڅ کې یو شمېر بندیان او توقیف شوي، خوشې کوي.​

د بندیانو د خوشې کېدو په اړه پرون د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې یوه غونډه وشوه چې د ولسمشر د دواړو مرستیالانو، د سترې محکمې د رئیس او لوی څارنوال په ګډون د اړوندو ادارو مسؤلینو په‌کې برخه اخیستې وه.​

د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال تېره شپه «۱۳۹۹ کال د وري ۰۳» ناوخته په دې اړه ازادي راډیو ته وویل​: "په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د زندانونو د چارو د تنظیم اداره او د عدلي او قضایي ارګانونو مسؤلین به د ذکر شویو محبوسینو او توقیف شویو د خلاصون لپاره یوه مشخصه طرحه ترتیبوی او هغه به ولسمشر ته وړاندې کوي."

د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال.

جمهوري ریاست که څه هم ونه‌ویل چې څه شمېر کسان به خوشې کېږي، خو وایي هغه کسان چې له زندانونو او توقیف‌ځایونو خوشې کېږي، دا به هغه کسان وي چې تر اوسه‌یې دوسیې نهایي شوې نه‌دي. ​

تر دې یوه ورځ مخکې هم د کابینې په غونډه کې په زندانونو او توقیف‌ځایونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي پر تدابېرو بحث او خبرې شوې وې.​

جمهوري ریاست وایي دغه اقدام د دې لپاره کوي چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي لارښوونو مطابق وکولای شي د ازادۍ د سلب په محلونو کې د کرونا ​
ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره لازم تدابیر ونیول شي.​

افغانستان حکومت د بندیانو د خوشې کېدو لپاره دغه اقدام داسې مهال کوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پرون یکشنبه پر کرونا ویروس د ۱۶ تنو نورو د اخته کېدو او د یوه د مړه کېدو خبر ورکړ. په دې سره په ټول افغانستان کې پر دغه ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۴۰ ته ورسېد.​

د کابل په پل چرخي زندان کې بندي طالبان.
د کابل په پل چرخي زندان کې بندي طالبان.

د کرونا ویروس له خپرېدو سره د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه څو ورځې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي زلمي خلیل‌زاد هم کړې وه او په یوه ټویټ کې یې ویلي و چې وخت ډېر حساس دی او د بندیانو خلاصون ته دې فوریت ورکړل شي.

د بندیانو د خوشې کېدو لپاره د ښاغلي خلیل‌زاد دغه غوښتنه ظاهراً هغو بندیانو ته اشاره ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې یې یادونه شوې. د دغه تړون له مخې باید د مارچ په ۱۰مه د بین‌الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې د افغانستان حکومت پنځه زره طالب بندیان او مقابل لوري یې زر تنه خوشې کړي وی چې تر اوسه دغه کار نه‌دی شوی.​

د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

تر دې څو ورځې مخکې ایران چې کرونا ویروس ډېر ځپلی د دغه ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو په ترڅ کې له ۸۰ زرو زیات بندیان خوشې کړل.​

د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ دغه‌راز له پاکستانه هم غوښتي چې هغه بندیان دې ژر خوشې کړي چې درانه جرمونه‌یې نه‌دي ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG