د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

د کویډ-۱۹ یا کرونا ویروس نښې او علایم کوم دي؟


ځینې ناروغان کېدای شي درد، د پوزې بهېدل او احتقان او د ستونې درد او نس ناسته هم ولري.
ځینې ناروغان کېدای شي درد، د پوزې بهېدل او احتقان او د ستونې درد او نس ناسته هم ولري.
  • د کویډ-۱۹ یا کرونا ویروس نښې او علایم کوم دي؟

تبه، ستوماني او وچ ټوخی د کویډ-۱۹ تر ټولو مهم علایم دي.

ځینې ناروغان کېدای شي درد، د پوزې بهېدل او احتقان او د ستونې درد او نس ناسته هم ولري.

دغه علایم معموملاً خفیف دي او په تدریج پیلېږي.

ځینې خلک په بیماري اخته کېږي خو هېڅ نښې او علایم نه څرګندوي او د ناروغتیا احساس هم نه کوي.

۸۰٪ خلک له کومې خاصې معالجې پرته رغېږي.

د هرو شپږو کسانو څخه چې په کرونا ویروس اخته کېږي یو کس نسبتاً جدي بیماري او تنفسي ستونزو سره مخ کېږي.

د اوچت عمر لرونکي کسان او هغه خلک چې روغتیایي ستونزې لکه د وینې فشار، د زړه بیماري او شکر لري کېدای شي جدي بیمار شي.

هغه کسان چې تبه، ټوخی او تنفسي ستونزې لري باید ډاکتر ته مراجعه وکړي.

  • څنګه کولای شم پوه شم چې زه په کویډ-۱۹ اخته شوی یم که په عادي والګي؟

په کویډ-۱۹ اخته کېدل او والګی ورته نښې او علایم لري او د دوی ترمنځ توپیر یواځې د لابراتواري معاینې او د ویروس د پېژندلو له لارې کېدلای شي.

  • که چیرې زما ماشوم په کویډ-۱۹ اخته شي څه ډول خطر سره به مخامخ شي؟

د ترلاسه شویو دلایلو پربنسټ، داسې نه ښکاري چې کویډ-۱۹ به د لویانو په نسبت کوچنیانو ته ډیر خطرناک وي.

په داسې حال کې چې کوچنیان او نوي زوکړي ماشومان هم په دغه ویروس اخته شوي خو اکثریت پېښې یې تراوسه په لویانو کې دي.

  • آیا د کویډ-۱۹ نښې او علایم د کوچنیانو او لویانو ترمنځ مختلف دي؟

نه، کویډ-۱۹ په لویانو او کوچنیانو کې ورته نښې او علایم لري.

خو هغه کوچنیان چې کویډ-۱۹ په دوی کې تائید شوی خفیف علایم یې څرګند کړي.

په کوچنیانو کې رپوټ شوي علایم د والګې د علایمو په څېر دي او دغه راز تبه، د پوزې بهېدل او ټوخی دي.

خواګرځول او نس ناستی هم په کوچنیانو کې رپوټ شوی.

تراوسه معلومه نه ده چې آیا هغه کوچنیان چې ځانګړي روغتیایي شرایط او طبي پاملرنې ته اړتیا لري جدي بیمارۍ سره اخته کېږي کنه.

  • آیا کویډ-۱۹ واقعا د اندیښنې وړ دی ؟

د کویډ-۱۹ ناروغي عموماً خفیفه ده خصوصاً د کوچنیانو او ځوانانو لپاره.

خو امکان لري چې دغه ویروس جدي بیماري رامنځ ته کړي او د هرو پنځو بیمارانو څخه یو کس په روغتون کې علاج ته اړتیا ولري نو د خلکو اندېښنه چې د کویډ-۱۹خپرېدل به په خپله دوی او د کورنۍ په غړو څه ډول تاثیر وکړي ډېره طبیعي ده .

XS
SM
MD
LG