د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۰

فضل احمد معنوي: امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې هڅې کوي


ارشیف، (ښی) افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد. ۲۰۱۸ کال د ډسمبر ۰۲
ارشیف، (ښی) افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی او د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد. ۲۰۱۸ کال د ډسمبر ۰۲

د عبدالله عبدالله چې ځان‌یې ولسمشر اعلان کړی نږدې کسان وایي، لاهم د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ د روغې جوړې لپاره د امریکا له لوري هڅې کېږي.

فضل احمد معنوي یو له دغو کسانو وايي چې که څه هم محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو راوروسته یو بل سره نه‌دي لیدلي، خو د زلمي خلیل‌زاد له لوري هڅې روانې دي ترڅو یو بل سره تفاهم ته ورسېږي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو نږدې ۱۰ ورځې اوړي.

ښاغلي معنوي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۸» ازادي راډيو ته وویل چې نن یا سبا به زلمی خلیل‌زاد بېرته افغانستان ته راشي او بیا به د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب خبرې پیل شي.

فضل احمد معنوي
فضل احمد معنوي

فضل احمد معنوي زیاتوي: "که څه هم د لوړې مراسمو راوروسته د دواړو لورو ترمنځ په مستقیم ډول خبرې نه‌دي شوي، خو د زلمي خلیل‌زاد له لوري د منځګړیتوب لپاره بحثونه شوي، په دې لړ کې کومه ځانګړې موضوع او طرحه نه‌دي وړاندې شوي، تاسو پوهېږئ چې ښاغلی خلیل‌زاد په قطر کې په سفر و نن یا سبا به بېرته راستون شي او دغو خبرو ته به بیا دوام ورکړي."

تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ناټو د استازولۍ له لوري د دواړو لورو ترمنځ د جوړجاړي وړاندیز شوی دی.

په افغانستان کې د دغه سازمان ملکي استازي نیکولاس کې ویلي و چې دواړه افغان سیاستوال دې سره د سیاسي بحران لپاره د حل‌لاره ومومي.

د یادونې وړ ده چې تر وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف له لوري هم د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د روغې جوړې په هدف منځګړیتوب شوی او د راپورونو په اساس لا په دې برخه کې د دوی هڅې روانې دي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم ولرو، خو دوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

له دې سره یو افغان سیاستوال محمد اسماعیل وایي، عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې نه‌مني او هڅه کوي چې د انتخاباتو پایلې لغوه شي.

ښاغلی اسماعیل وايي: "عبدالله عبدالله د انتخاباتو پر اعلان شویو پایلو قناعت نه‌لري، د سیاستوالو منځګړیتوب به یوازې دومره فشار راوړي چې یو بل سره نږدې کړي، خو زما په باور تر هغه چې یو جدي تحول رامنځته نه‌شي لکه ریاستي حکومت په صدارتي بدل نه‌شي هم عبدالله عبدالله او هم پلویان به‌یې قناعت ونه‌کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر او د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو نوماند رحمت‌الله نبیل ازادي راډيو ته وویل، فکر نه‌کوي چې روان سیاسي کړکېچ دې د افغانستان ملي ګټو په نظر کې نیولو سره حل شي.

د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او پخوانی د ملي امنیت مشر رحمت‌الله نبیل.
د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او پخوانی د ملي امنیت مشر رحمت‌الله نبیل.

ښاغلی نبیل زیاتوي: "په دې (جوړجاړي) کې به شخصي او ټيمي ګټو ته ډېر اهمیت ورکړل شي، لومړی دا چې د ټاکنو د پایلو اعلان او د لوړې ترسره کول دواړو لورو ته په حیثیتي موضوع بدلې شوي، بله مسئله د سولې ده چې ډېره مهمه موضوع ده ځکه هر لوری غواړي خپل موقف او راتلونکی په‌کې تظمین کړي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ولسمشرۍ د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، خو انتخاباتي سیال‌یې عبدالله عبدالله دا پایلې نه‌مني او وايي د پاکو رایو له مخې يې ټاکنې ګټلي او ځان‌یې ولسمشر اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG