د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۰

ځینو امریکا سناتورانو چین تورن کړ چې د کرونا په اړه غلط معلومات خپروي


ارشیف، د امریکا کانګرس
ارشیف، د امریکا کانګرس

د امریکا څو جمهوري غوښتونکو سناتورانو چین تورن کړ چې د کرونا ویروس په اړه غلط معلومات خپروي.​

څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په یوه ګډ بیان کې چې پرون‌یې خپور کړی، پر چین تور پورې کړی چې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه چې هغه له کوم ځایه راغلی، د غلطو معلوماتو په خپرولو سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره په خپلو ناسمو اقداماتو پرده اچوي.

هغه ویروس چې د دوی په وینا په نړۍ کې یې د لسګونه زره کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی. ​

دغو سناتورانو چې ټول د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي دي وویل چې د چین کمونېست ګوند چارواکي او دولتي رسنۍ داسې ادعاوې خپروي چې ګوندې د امریکا پوځ دغه ویروس د چین ووهان ښار ته راوړی و. هغه ښار ته چې د لومړي ځل لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې خپور شو. ​

دغو سناتورانو په ګډ بیان کې دغه‌راز وویل دغه غلط معلومات ښیي چې د کمونېست ګوند تل د نړیوالې ټولنې د ښه‌والي په نسبت خپل اعتبار ته ترجیج ورکوي. د دوی په وینا دا د نړۍ مشرتوب نه‌دی.​

سناتور جیم ریش د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی او نور درې غړي‌یې چې دغه تور یې پر چین لګولی، جان باراسو، مارکو روبیو او کوری ګارډنیر دي.​

سناتور جیم ریش
سناتور جیم ریش

چین هماغه د ډسمبر په لومړیو کې په دې پوه و چې د کرونا ویروس نوې بڼه (کووایډ-۱۹) مرګونی ویروس دی او په چټکۍ خپرېږي، خو دوی ډاکتران او خبریالان غلي کول.​

حتی کله چې نړۍ له دغه ویروس خبره شوه، د چین کمونېست دې هېواد د دغې ناروغۍ د څېړنې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پلاوي ورتګ څو اوونۍ وځنډاوه. ​

امریکایي سناتورانو همدا شان په دغه لیک کې ویلي چې دغه ناسم اقدامات د دې سبب شوي چې وضعیت دومره خطرناک شي چې نن ټوله نړۍ ورسره مخامخ ده.​

تر اوسه پر کرونا ویروس په نړۍ له ۱۸۱ زرو زیات کسان اخته شوي چې له ۱۰۰ زرو زیات‌یې له چینه بهر دي.​

چین کې روغتیايي کارکوونکی د دوا پاشلو پر مهال.
چین کې روغتیايي کارکوونکی د دوا پاشلو پر مهال.

دغه څلور سناتوران پر چین دغه تور داسې مهال لګوي چې پر جمهوري غوښتونکو د پیکنګ انتقادونه زیات شوي دي.​

پیکنګ وایي، د چین ویروس یا د ووهان ویروس په یادولو سره دغه ناروغي چې اوس هر ځای ته خپره شوې، سیاسي کوي.​

د جمهوري غوښتونکي غړي کیوین مک کارټي په خپله ټویټرپاڼه کې دغه ویروس ته د چین ویروس کلمه کارولې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هغه د ووهان ویروس یاد کړی دی.​

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت دولتونو او رسنیو ته خبر ورکړی و چې د ووهان ویروس یا د چین ویروس یا هم د اسیا ویروس د کلمو له کارولو دې ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG