د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

نوروز د لومړي ځل لپاره په خپل ټاټوبي 'بلخ' کې نه‌لمانځل کېږي


حضرت علي 'رض' ته منسوب زیارت روضه.
حضرت علي 'رض' ته منسوب زیارت روضه.

په لومړي ځل افغانستان کې د نوروز جشن لمانځل په رسمي توګه لغو شوي دي.

سره له دې چې نوروز ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو بلخ ځايي چارواکي وايي چې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ۱۳۹۹ کال نوروز جشن نه‌لمانځل کېږي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، سره له دې چې د نوروز جشن د لمانځنې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی وو، خو د جمهوري ریاست په دستور د نوروز نړیوال جشن به په بلخ کې ونه‌لمانځل شي.

د یادې ادارې مرستیال، عطا محمد ساهو ازادي راډیو ته وویل چې دولت د (کووایډ-۱۹) د لا زیاتې خپرېدو د مخنیوي لپاره تصمیم ونیوه چې دا مراسم ملغی شي.

ساهو وویل: "د کرونا ناروغۍ مثبتې پېښې په هېواد کې مخ په زیاتېدو دي او دولت تصمیم ونیوه ترڅو د لویو غونډو له ترسره کېدو مخنیوی وکړي. ځکه په دې توګه د وایروس د خپرېدو مخنیول کېږي. د نوروز مراسم هم لغوه شوي."

تر اوس په ټول هېواد کې د کرونا وایروس ۲۱ مثبې پېښې ثبت شوې دي چې یوه پېښه‌یې بلخ ولایت کې ده.

د بلخ د عامې روغتیا مسئولان هم په لویو غونډو کې د خلکو د حضور او (کووایډ-۱۹) د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښمن دي.

بلخ کې د (کووایډ-۱۹) ناروغۍ د درملنې د ځانګړي مرکز مسئول، امین شیرپور ازادي راډیو ته وویل چې خلک باید په لویو غونډو کې، مزدحمو ځایونو او فرهنګي ناستو کې له حضور څخه ډډه وکړي او روغتیايي توصیې دې جدي رعایت کړي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

هغه زیاته کړه: "ښه به دا وي چې خلک د نوروز جشن او هغه ته په اړوند مېلو کې ګډون وکړي. وضعیت د اندېښنې وړ دی. یو کس کولای شي چې د کرونا وایروس ۲۰ کسانو ته ولېږدوي. نو اړینه ده چې په غونډو کې د اشخاصو ترمنځ فاصله په پام کې ونیول شي."

سره له دې چې په بلخ کې د نوروز جشن لمانځل په رسمي بڼه د دولت له لوري ملغی شوي، خو مزار شریف ښار د هېواد له نورو ولایتونو څخه د راغلو زرګونه مېلمنو او زارعینو کوربه دی.

دوی تمه لري سربېره پر دې چې د نوروز جشن به ترسره نه‌شي، خو دولت باید ورته حضرت علي 'رض' ته د منسوب زیارت (روضې) په محوطه کې چېرې چې هر کال دا جشن لمانځل کېده، د حضور اجازه ورکړي.

له کندهار څخه بلخ ته راغلی ځوان خالد بارکزی داسې وايي: "موږ په دې اوږده لاره راغلو ترڅو نوروز کې ګډون وکړو، خو دا جشن لغو شوی دی. ډېر ښه ونه‌شول، هیله لرو چې حداقل په روضې شریفې ته د ورتګ او په‌کې د مېلې ترسره کولو اجازه راکړي."

صمیم عصیان له کابل ولایت څخه بلخ ته په نوروز جشن کې د ګډون لپاره راغلی.

هغه وویل: "خیر که دولت بندیز لګولی دی او امکانات نه‌لري چې د وایروس د خپرېدو مخنیوی وکړي، خو حداقل خلک پرېږدي چې په ډاډه زړه په روضې شریفه کې حضور ولري او هلته له نوي کال او نوي پیل خوند واخلي."

د کرونا وایروس د خپرېدو له امله اندېښنو نه‌یوازې د نوروز پر جشن، بلکې پر ورزشي سیالیو، فرهنګي ناستو او د بلخ هوايي ډګر پر فعالیت هم بندیز لګېدلی.

د افغانستان ډېری ګاونډیو هېوادونو هم د همدې ګواښ په دلیل خپلې پولې د دغه هېواد پر مخ تړلي.

XS
SM
MD
LG