د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

کورنیو چارو وزارت: په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو تلفاتو کې کموالی راغلی


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ملي پولیسو په تلفاتو کې د تېر لمریز کال په پرتله ۱۱ فیصده کموالی راغلی.

د دولت له خوا ملت ته د حساب ورکولو د پروګرامونو په لړ کې د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت، په ۱۳۹۸ لمریزکال کې د خپلو لاسته راوړنو په اړه خبریالانو ته راپور ورکړ.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وویل، د ملي پولیسو په تلفاتو کې ۱۱ او په سیمه ییزو پولیسو کې ۲۶ فیصده کموالی راغلی دی.

ښاغلي اندرابي د ملي او سیمه ییزو پولیسو د تلفاتو د شمېرو په اړه څه ونه ویل: "سره له دې چې د جګړې کچه لوړه وه، د پولیسو په ځواکونو کې مو ۱۱ او په سیمه ییزو پولیسو کې مو ۲۶ فیصده کموالی درلود."

ښاغلي اندرابي وویل، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د جنايي جرمونو کچه د تېر کال په پرتله ۲۱ سلنه کمه شوې ده.

د ده په خبره په روان کال کې د هېواد په کچه ۱۶۳۰ جنايي پیښې رامنځنه شوي او ۲۰ زره ۵۵۴ کسان په بېلابېلو جرمونو کې په لاس لرلو نیول شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل، دغه وزارت د مخدرو موادو پر وړاندې ۳۶۶۱عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د دغو موادو ۹۸ دستګاوې او ۲۰ زیرمې کشف او له منځه وړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د جرمونو پر وړاندې د اغېزمنې مبارزې په هدف نوې پالیسي ترتیب شوې چې ډېر تمرکز یې د پلان شویو جرمونو پر پېژندنه او کموالي او د جرمونو پر وړاندې د مبارزې د پولیسو پر ځواب ویلو دی.

دغه مسوولین ادعا کوي چې، په روان لمریز کال کې د طالبانو ډیری حملې شنډې او ۹ ولسوالۍ د طالبانو له ولکې ایستل شوي دي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو پوهان وايي، پولیس باید د خلکو امنیت ته ډیر پام وکړي.

د دغو پوهانو له ډلې عتیق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل، خلک اوس امنیت نه احساسوي.

عتیق اله امرخېل
عتیق اله امرخېل

هغه وویل: "څه چې خلک ورته هیله لري، دا دي چې تاسې څنګه د خلکو امنیت ساتئ، په داسې حال کې چې، تاسې دوه اوونې مخکې په کابل کې عملیات وکړل خو خلک په کې ووژل شول او له کورونو غلاګانې وشوې، موټر سایکل سپرو پر خلکو حملې وکړې او مالونه یې ترې غلا کړل."

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې په ټول هېواد کې د جرمونو د ۲۱ فیصدو د کموالي خبره کوي چې، کابل ښاریان په روان کال کې د وسله والو غلاګانو له زیاتوالي شکایت کوي.

XS
SM
MD
LG