د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

مک‌کنزي: ښايي هېڅکله په افغانستان کې وینه بهېدنه تم نه‌شي


د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي
د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنت مک‌کنزي وايي، طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ژمنه نه‌دي درېدلي.

جنرال مک‌کنزي د جمعې په ورځ په پنټاګون کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو د حملو شمېر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې ته په کتو «ډېر زیات» دی.

خو مک‌کنزي په عین حال کې وویل چې طالبان پر ښارونو، امریکايي ځواکونو او ائتلافي قواوو حملې نه‌کوي او یوازې په لیرې پرتو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کوي.

ښاغلی مک‌کنزي زیاتوي: "ګومان نه‌کېږي چې دا حملې د پام وړ کمې شي. ښايي هېڅکله په افغانستان کې وینې بهېدنې تم نه‌شي. تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې اوس هم داسې ځایونه شته چې خلک‌یې فکر کوي چې لا هم هلته روسان شته، نو هلته هېڅکله هر څه په کامل ډول سمېدای نه‌شي، خو موږ ته په‌کار ده چې حالت تر وس ښه کړو."

د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو د تړون" د لاسلیک مراسم.
د امریکا او وسله‌والو طالبانو ترمنځ "افغانستان ته د سولې راوستلو د تړون" د لاسلیک مراسم.

جنرال مک‌کنزي تر دې یوه ورځ وړاندې د امریکا په سنا جرګه کې د خبرو په مهال خبرداری ورکړ چې که طالبان پر خپلو ژمنو ونه‌درېدل امریکا به د خپلو پوځیانو ایستل وځنډوي.

مک‌کنزي همداراز وویل، په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ تنو ته کموي، خو تر دې د زیاتېدو ځواکونو کمول کېدای شي وځنډوي.

ده امریکايي سناتورانو ته وویل، که افغان امنیتي ځواکونو د خپل هېواد دفاع نه‌شوی کولای، نو امر به وکړي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر تر ۸۶۰۰ کم نه‌کړي.

سره له دې چې په وروستیو ورځو کې پر طالبانو د امریکايي ځواکونو د کومې ځمکنۍ یا هوايي حملې راپور نه‌دی ورکړل شوی، ملټري ټایمز ورځپاڼه وايي چې د امریکا پوځ له طالبانو سره د موافقې له لاسلیکولو سره سره پر دې ډلې د فشار د جاري ساتلو لپاره هوايي بریدونو ته دوام ورکوي.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه موافقه لاسلیک کړه. د موافقې له لاسلیکه یوازې درې ورځې وروسته طالبانو اعلان وکړ چې نور د بهرنیو ځواکونو پر ضد بریدونه نه‌کوي، خو د افغان امنیتي ځواکونو بر ضد حملې بیا پیلوي او اورکم پای ته رسوي.

د طالبانو د حملو له زیاتېدو سره په یو وخت امریکايي الوتکو په هلمند کې پر امنیتي پوستو د طالبانو د حملو د مخنیوي لپاره بریدونه وکړل.

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا د هوايي ځواک د حملو د زیاتېدو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د دې وزارت یوه ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل، افغان هوايي ځواک د ضرورت په وخت په خپله د طالبانو پر ضد اقدام کوي، خو د امریکا د هوايي ځواک د بریدونو په اړه څه نه‌شي ویلی.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان.
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان.

د ملټري ټایمز پر اساس، امریکايي الوتکو د فبرورۍ په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۳۶۰ بمونه غورځولي دي.

د دې ورځپاڼې پر اساس، تر دې پخوا امریکايي الوتکو تر ټولو ډېر بمونه د ۲۰۱۸ م کال په فبرورۍ کې غورځولي وو چې شمېر یې ۴۶۹ ته رسېده.

عموماً د فبرورۍ په میاشتو کې د افغانستان جګړه سړه وي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه د تشدد د کمېدو غوښتنه کوي او په مقابل کې یې امریکايي پوځیان په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي وايي، طالبانو د فبرورۍ له ۲۲مې تر ۲۹مې پورې چې د اورکم اوونۍ اعلان شوې وه، حملې خورا کمې کړې او په ورځ کې یې له ۱۰۰ څخه ۱۵ ته راټیټې کړې.

خو دې ډلې په وروستیو کې یو وار بیا پر افغان امنیتي ځواکونو حملې ډېرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG